لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د خلکو بې احتیاطي- ډاکټرانو د کرونا دوېمې څپې خبرداری ورکړی


پاکستان کې طبي ماهرینو د حکومت لخوا د بازارونو او روزګارونو پرانستلو او په لوې اختر او ۱۴ اګست د خلکو د کرونا وایرسه د ځان ساتنې په سپارښتنو عمل نه کولو او بې احتیاطۍ په سر د کرونا وایرس د دویمې څپې خبرداری ورکړی.

په دې لړ کې د پاکستان د ابادۍ په لحاظ تر تولو لوې صوبې پنجاب حکومت ضلعي انتظاميو ته خبردارې ورکړې او په سختۍ سره یې ورته د اختياطي ګامونو پورته کولو امر کړی دی.

خو د خېبر پښتونخوا صحت محکمې چارواکو ډيوه ته وويلي د روزانه په بنياد رپورټ کيدونکي کېسونو ته په کتو د دوېمې څپې کوم اثار نه ښکاري خو ويلي یې دي اختياطي تدابير پرېښودل نه دي پکار.

د پاکستان حکومتي شمېرو ترمخه په پاکستان کې په ۱۴ اګست ۵۰۰ او په ۱۵ اګست ۸۶۷نوي د کرونا کېسونه رپورټ شوي دي.‌ هم دغه شان په پنجاب صوبه کې په ۱۴ اګست ۲۱۰ په خېبر پښتونخوا کې ۷۰ کېسونه او په ۱۵ اګست پنجاب کې ۱۸۳ او خېبر پښتونخوا کې ۶۲ د کرونا نوي کېسونه رپورټ شوي دي.‌

طبي ماهرین وايي موجوده وخت د کرونا نوي کېسونه په تيزۍ سره نه سېوا کيږي خو په لوي اختر، ۱۴ اګست او نورو د ګڼې ګوڼې سېوا کيدو او اختياطي تدابير نه خپلولو سره د وبا دوئمه څپه راتلې شي.

د خېبر پښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو د تنظيم يو مشر اسفنديار بيټني ډيوه ته وويل په نړۍ کې تيرو شوو په هره وبا کې ديمه څپه ضرور راغلې او هغه د اولنۍ نه ډيره مرګونې او خطرناکه وي " د اختر او څورلسم اګست په موقع د شوو بې اختياطو په رڼه کې وويلي شو چې دلته به هم د وبا دوئمه څبه راځي"

پاکستاني مطبوعات وايي د پنجاب حکومت ضلعي انتظاميو ته خبردارې ورکړې چې د کرونا وبا دویمه څپه راتلې شې او د اختياطي ګامونو پورته کولو يي ورته وويلي دي۔

د خېبر پښتونخوا د پبلک هېلت ډائرکټر اکرام خان ډيوه ته وويلي په موجوده وخت د نوي کېسونو شمار ته په کتو ويلي شي د دويمې څپې کوم امکان نشته، د وبا مخنوي کې ورته اولسي ملاتړ هم ترلاسه دې او دوي یې د مخنیوي لپاره هم تیار دي.

د لوي اختر نه وړاندي طبي پوهانو او حکومتي چارواکو يره څرګنده کړې وه چې اختر کې د بې اختياطۍ په صورت د کرونا کېسونه زياتېدې شي.

په يورپي هېوادونو کې هم د کرونا وبا دویمه څپه پېل شوې نوي کېسونه زيات شوي او حکومتونو د ګڼې ګوڼې په ځینو ځايونوبیرته بنديزونه هم لګولې دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG