لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب حکومت او دالقاعده تر منځ لېکلې خزانې سپړېږي


Abbotabad
Abbotabad

د لانګ وار جرنل خبر که یو خوا د وزیراعظم نواز شریف، د هغه د ورور شهباز شریف او د پاکستان مسلم لیګ نون د اېي- اېس- اېي- سره خپلوي ښاېي. نو د بلې خوا د دوي د القاعده او د پاکستاني طالبانو سره ورورولي هم ثابتوي. د بن لادن د کور نه راوتلي دستاویزات د پنجاب د وزیراعلی شهباز شریف هغه بیان ته نور هم اهمیت ورکوي. په کوم کې چې ښاغلي د پاکستان په طالبانو غږ کړی وو. باید طالبان په پنجاب کې عملیات پېل نه کړي. ځکه د پنجاب حکومت د طالبانو پرضد جنګیدونکي ځواکونو ته هم د طالبانو په سترګه ګوري.

او بیا د شهباز شریف دغه بیان یوه بله کړۍ هم پدغه زنځېر کې تړي. هغه کړۍ د پاکستان د پوځ پخواني سر لښکر جنرال پرویز کیاني د خدماتو په ستاېنه کې هغه جمله ده چې پکې واېي جنرال کیانی د ترهګرۍ خلاف جنګ یو ځاې ته محدود اوساتو. او په معنې دا چې پنجاب ته دغه جنګ خور نه شو.

د عرب په مشرۍ کې جوړه شوې القاعده ترهګرې ډلې د پاکستان فقط دوه جنګي ډلې د ځان سره ساتلې وی. یوه د فضل الرحمان خلېل په مشرۍ کې جوړه شوې ډله حرکت المجاهدین او بله د حافظ سعید لشکر طېبه چې وروستو جماعت الدعوه او د خدمت خلق په نوم فعاله شوه. دا دواړه ډلې اوس هم نه یواځې د پاکستان د استخباراتي ادارې اېي- اېس- اېي- سره نزدې اړېکې لرلې ولې د پنجاب په ډیرو برخو کې مظبوط مرکزونه هم لري. او دغه کار د پنجاب د حکومت د مرضۍ بغیر ممکن نه دی. القاعده که هر څو خپل ښکاره شتون په قباېلي سېمو کې لرلو. خو کله ېې هم دا نه ده منلی چې تحریک طالبان پاکستان د القاعده ذیلي څانګه ده. او د القاعده د مشر اسامه بن لادن د پاکستاني پوځ ښار اېبټ اباد کې د شپږو کالو مېشت او اخر کار- د امریکاېي ځواکونو په لاس وژنه دا هم په ګوته کوي چې القاعده او د القاعده قیادت د قباېلي سېمو د روستو پاتې ژوند په خاتمه د ښار د ټولو اسانتیاؤ نه استفاده کوله او ممکن ده چې اوس ېې هم ځنې کوي.

ولې د پاکستان پوځ د القاعده او پاکستاني طالبانو په ضد ټول عملیات د پښتنو په سېمه کې اوکړه. په لکونو پښتانه بې کوره شو. جاېدادونه او کاروبارونه يې اغیزمن شو. او د دغه عملیاتو په سر د پاکستان پوځ ته په اربونو امریکاېي ډالرې ورکړې شوې. نن هم دا یو غټ سوال دی چې دغه ډالرې چې کومه برخه ېې د بیا ودانۍ او د ترقیاتي کارونو د پاره بېله کړی شوې وه. په کومه سېمه کې او د چا په لاس په کار راوستې شوي. دغه خو معلومه نه ده چې دغه ډالرې په کومه قباېلي سېمه کې لګېدلې وې. خو دا په مطبوعاتو کې ضرور راغلې د دغه ډالرو یوه برخه د پاکستان نه د امونو بهر دنیا ته په تجارت لګېدلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG