لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بې درکه شویو بلوڅانو کورنۍ په اسلام آباد کې پرلت کوي


احتجاج کوونکو غوښتل د بلوچستان هائیکورټ مخې ته ولاړ شي، خو پولیسو یې ممانعت وکړ

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د بې درکه کړل شویو کسانو خپل خپلوان چې په ورځو ورځو یې کوئټه کې احتجاج کړی، اوس په پام کې لري چې سرښار اسلام آباد ته ولاړ شي او هلته پرلت وکړي.

دوی وایي چې په کوئټه کې یې نور څوک غږ نه اوري. یو شمیر دغه اعتراض کوونکو نن غوښتل چې د عالي محکمې (هائیکورټ) مخې ته احتجاج وکړي، خو پولیسو یې ممانعت وکړ.

اوه کلنه ثمینه، د عامر بلوڅ خور، چې د کوئټې ښار پر یو سړک ناسته وه او احتجاج یې کاوه، وي او اې ډیوه ته وویل چې چارواکي دوی ته د بلوچستان د عالي محکمې (هائیکورټ) مخې ته د احتجاج کولو اجازه نه ورکوي. د هغې ورور له تیرو ٥ کلونو څخه بې درکه دی.

ثمینه وایي: «مهرباني وکړئ هغه زر راخوشې کړئ، مونږ ټولو ته ذهني ناروغي پیدا شوې.»

له آواران سره تعلق لرونکې یوه میرمن، سیما بلوڅ، چې ورور یې شبیر بلوڅ د ٢٠١٦ د اکټوبر له ۴مې څخه بې درکه دی، هم د پریس کلب مخې ته، په داسې حال کې چې وړوکی بچی یې هم په غیږ کې و، پر سړک ناسته وه. هغې وایس آف امریکه ډېوه ته وویل: «زه له تیرو ٢٠ ورځو راهسي دلته پریس کلب مخې ته د خپل کوچني ماشوم سره ناسته یم او د نه خوړلو اعتصاب (هړتال) مې کړی، خو هیڅ څوک نشته چې زما حال وپوښتي او زما غږ واوري.»

د بې درکه شویو خلکو د سازمان مشر، ماما عبدالقدیر بلوڅ بیا وویل چې دوی یو ځل بیا اسلام آباد ته د لاریون پلان لري. هغه زیاته کړه چې اسلام آباد ته د ټرېن مارچ دپاره یې پروگرام جوړ کړی دی او «دلته به وگورو چې څومره کسان مونږ ته راځي، ٥٠٠ راځي، ١٠٠٠ راځي، وبه گورو.»

خپلواکې سرچینې وایي چې په روان کال کې یو شمیر کسان راخوشې شوي هم دي. خو (وایس فار بلوچ مسینگ پرسنز) بیا دا خبره نه مني. د بلوچستان حکومت بیا وایي چې دلته د بې درکه شویو خلکو د راخوشې کیدو دپاره، دوی درې کمیسونونه هم په کار اچولي دي.

حکومت وایي چې د بې درکه شویو خلکو شمیره ډیره کمه ده. د دوی په خبره، دلته د بې درکه شویو خلکو سازمان، حکومت او ادارې بدنامه کول غواړي.

XS
SM
MD
LG