لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي خارجه وزیر یې د یهودیانو په ضد خبرې نه دي کړي


د زیارت په ورځ د سي اېن اېن کوربنې بې یانه ګولاډریګا سره خبرو کې شاه محمود قرېشي وویل چې د "روابطو باوجود" اسرایل د مطبوعاتو جنګ بېلي. د سي اېن انې کوربنې بیا زر د شاه محمود قریشي نه وضاحت وغوښتلو چې هغه د "کنکشنز" یا د روابطو نه څه مطلب دی
د زیارت په ورځ د سي اېن اېن کوربنې بې یانه ګولاډریګا سره خبرو کې شاه محمود قرېشي وویل چې د "روابطو باوجود" اسرایل د مطبوعاتو جنګ بېلي. د سي اېن انې کوربنې بیا زر د شاه محمود قریشي نه وضاحت وغوښتلو چې هغه د "کنکشنز" یا د روابطو نه څه مطلب دی

پاکستان د جمعې په ورځ دا الزامات رد کړل چې خارجه وزیر شاه محمودقرېشي د اسرایل او فلسطینیانو د جګړې په موضوع د سي اېن اېن ټېلې وژن سره مرکه کې د یهودیانو د دښمنۍ خبرې کړي دي.

د زیارت په ورځ د سي اېن اېن کوربنې بې یانه ګولاډریګا سره خبرو کې شاه محمود قرېشي وویل چې د "روابطو باوجود" اسرایل د مطبوعاتو جنګ بېلي. د سي اېن انې کوربنې بیا زر د شاه محمود قریشي نه وضاحت وغوښتلو چې هغه د "کنکشنز" یا د روابطو نه څه مطلب دی.

شاه محمود قرېشي وویل "دوی (اسرایل) ډیر بااثره خلک دي… زما مطلب دی چې دوی په مطبوعاتو کنټرول لري."

د سي اېن اېن کوربني وویل "زه به دې ته اېنټي سېمېټک (د یهودیانو د دښمنۍ) خبره ووایم."

د وي او ای رپورټ وايي ناقدینود د ټوېټر دلارې د شاه محمود قرېشي په خبرو تنقیدونه وکړل.

خو د پاکستان خارجه وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل شاه محمود قرېشي "اېنټي سېمېټک" وېنا نه ده کړې.

د خارجه وزارت بیان وویل "د خارجه وزیر خبرو ته پېچ ورکولو به د بدقسمتۍ نه هغه نقته ثابته کړي چې هغه کول غوښتل...د هر چا د رای د ازادۍ حق یو شان احترام پکار دی."

د پاکستان د حکومت مامورینو او په سوشل میډیا مبصرینو د شاه محمود قرېشي د څرګندونو دفاع وکړه.

د پاکستان د انساني حقونو وزیرې شېرین مزاري د ټوېتر دلارې وویل د اسلام او په پېغمبر اسلام پسې خندا وکړئ او د اسلام نه ویره خپرولو ته د بیان د ازادۍ نوم ورکول کېږي او چې کله په مغربي میډیا او حکومتونو د اسرایل د پېسو او اثر خبره وشي نو دې ته د یهودیانو د دښمنۍ نوم ورکړی شي او د فلسطینیانو قتل عام ته د خپلې دفاع نوم ورکړی کېږي.

شېرین مزاري وویل وخت راغلی چې دا "غلطه بیانیه" رد کړی شي. هغې وویل دوی د دغه بیانيي دلارې نه خو ویرول کېدلی او نه بدنامېدلی شي ځکه چې "مغرب چې د تاریخ کوم بار زمونږ اوږو ته راچوي، مونږ یې ذمه وار نه یوو."

د پاکستان د قامي سلامتیه مشیر معید یوسف د شېرین مزاري د خبرو حمایت وکړو. "وخت راغلی چې بغیر د بخښنې غوښتلو د خپلو حقونو دپاره ودرېږو او منافقت رابسیره کړوو."

شاه محمود قرېشي د اسرایل او فلسطینیانو د جګړې په موضوع د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د خصوصي غونډې نه ذلږ وخت پس د سي اېن اېن مرکه کوله او د جمعې په ورځ د اسرایل او د فلسطیني حماس ډلې ترمنځ اور بند په ځای شو.

په واشنګټن کې د څېړنې ادارې وېلسن سېنټر د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکي مایکل کوګل مېن د سي اېن اېن سره د شاه محمود قرېشي د خبرو په اړه وویل پاکستاني وزیر د یهودیانو د ښمنۍ هغه زړې خبرې بیا وکړې چې د اسرایل نه د جوړېدو نه وړاندې په د یهودیانو په باره کې کېدلې.

مایکل کوګل مېن وویل د شاه محمود قرېشي دغه خبرې د فلسطینیانو مرسته نه کوي بلکې ویره ده چې خلک به د زان نه لېرې کړي.

د امریکې د یو ټېلې وژن کوربه مهدي حسن د ټوېټر دلارې وویل که چېرې څوک په اسرایلیانو د مطبوعاتو د کنټرول کولو الزام لګوي نو دا اېنټي سېمېټیمزم یا د یهودیانو سره دښمني ده.

د مهدي حسن د ټویټ په ځواب کې د سېنټر فار سکیورټي، سټرېټجی اېنډ پالېسي نومې څېړنې ادارې مشرې رابعه اکبر د اسرایلي لابي او د امریکې په خارجه تګلاره د دې اثر په اړه د شاه محمود قرېشي خبرې اېنټي سېمېټزم نه بلکې حقیقیت دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG