لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خارجه وزیر د ايي اېم اېف قرضو په اړه د امریکا اندېښنې بې ځایه بللي


اشفاق مومند

د پاکستان موقتي خارجه وزیرعبدالله هارون یو ځل بیا پاکستان ته د نړیوالې مالي ادارې (ايي اېم اېف) لخوا د پور یا قرض ورکولو پرضد د امریکا خبرداری او اندیښنې بی ځایه بللي.

د امریکا خارجه وزیر ماېک پامپیو د روانې اونۍ په پېل کې خبرداری ورکړی وو چې پاکستان ته د ايي اېم اېف راتلونکې قرض چین یا چینايي شرکتونو ته په قرض یا پور بیرته ورکولو کې ونه کارول شي.

پاکستان ته د ايي اېم اېف نه د نوو قرضو ضرورت په داسې وخت کې پېښ شوی چې نوی حکومت د قامي بجټ خسارې، زیاتیدونکي تجارتي خسارې او په بهرنو قرضونو باندې بیرته اصل زر او د سود ورکولو د چیلنجونو سره مخ دی.

د پاکستان یو شمیر حکومتي چارواکو او اقتصاد پوهانو په تیرو څو ورځو کې ویلي چې هیواد د خسارې پوره کولو لپاره د ايي اېم اېف نه نزدې ۱۲ اربه ډالرو ته اړتیا لري.

پاکستان سره د ايي اېم اېف د مالي مرستو موضوع په نړیوالو مطبوعاتو کې هم ځاې موندلی. د امریکا مطبوعاتي ادارې بلومبرګ په دغه موضوع د چین او پاکستان ترمینځ د لانجمن سي پیک او د هغې سره په تړلو قرضونو د پاکستان اقتصادي مشکلات بیان کړي.

هم دغه رنګ واشنګټن ټائمز کې نن (جمعې په ورځ) د امریکا د دفاع وزارت پخواني مرستیال وزیرجېډ رابن مقاله چاپ کړې ده.

نوموړی لیکي چې پاکستان په نژدیو کې د چین او نورو هیوادونو او ادارو څخه قرضې اخستې دي او دا وخت دغه هیواد ۳۰ ٪ د سي پیک پروژې په کار بوخت دي. ښاغلی رابن وايي چې د چین څخه زیاتې پیسې په سي پیک کې لګول شوي. جېډ رابن لیکي چې پاکستان ته به ۳ اربه ډالره د نړیوال بینک او چین د قرضو د قسطونو ورکولو لپاره پکار وي.

خو نوموړی زیاتوي ايي اېم اېف ته پکار ده پاکستان ته د دوو عواملو له وجې پیسې ورنه کړي. لومړی دا چې د پاکستان استخباراتي ادار د ترهګرو ډلو مرستې کوي او وايي په دغه ترهګرو ډلو کې القاعده، افغان طالبان او لشکرطیبه تندروه ډله شامل دي. نوموړي لیکلي اسامه بن لادن هم ترکلونو په ایبټ اباد کې پټ وو.

واشنګټن ټائمز لیکي چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت څوکۍ سمبالولو سره سم په پاکستان هم ددغه ډلو سره د مرستو په تورونو بندیزونه ولږول.

نوموړي لیکلي دوېمه وجه چې قرضه پاکستان ته د ايي اېم اېف لخوه ورنه کړی شي، د چین پاکستان نه د کالونۍ جوړولو کې دغې قرض مرستې کوي.ځکه چین پاکستان ته ۶۲ اربه ډالره ورکړي. په کومو چې به پاکستان کې یو شمیر پروژې جوړول کیږي. نوموړي لیکلي چین د قرضو لاندې د یوملک ګیرولو په پالیسۍ پاکستان هم ګیرول غواړي. چین هم په دغه لار پاکستان خپلو پالیسو منلو ته جوړوي.

د نوموړي په وینا د پاکستان پوځ او استخباراتې ادارې د وړاندې نه دغه قرض د چین نه اخستې او خپل هیواد يې ددغه جال لاندې راوستی. رپورټ وايي د ګوادر بندر سره نژدې خلک نورو سیمو ته لیږل شوي چې دغلته چین خپل پوځ او خلک اباد کړي.

د نوموړي په مقاله کې لیکل شوي چې پاکستان په خپل پوځ باور لري چې د ملک خوندي توب او قوي کولو لپاره هرډول کار کوي او د چین په کالونۍ جوړیدو دومره پام نه ساتل کیږي.

امریکا ايي اېم اېف ته لویه برخه ورکوي او نوموړي لیکلي پکار ده ددغه ناوړه ګامونو مخنیوي په خاطر امریکا ايي اېم اېفد دې نه منع کړي چې پاکستان ته قرض نور قرض ورکړي.

د ايي اېم اېف لخوا پاکستان ته د قرضو ورکولو یا نه ورکولو دا بحث په نړيوالو مطبوعاتو کې د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پامپیو له وینا ورستو پېل شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG