لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان هغه رپورټونه رد کړي چې  په افغانستان کې يې هوايي بريدونه کړي


د رانا ثنالله په بيان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد سخت غبرګون ښودلی و او په يو بيان کې يې ويلي وو پاکستان دې د بې بنياده او پاروونکو ويناګانو نه ډډه وکړي ګنې طالبان د افغانستان په دفاع د هر چا نه ښه پوهيږي او په دفاعي جنګ کې د هرچا ډېره تجربه لري
د رانا ثنالله په بيان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد سخت غبرګون ښودلی و او په يو بيان کې يې ويلي وو پاکستان دې د بې بنياده او پاروونکو ويناګانو نه ډډه وکړي ګنې طالبان د افغانستان په دفاع د هر چا نه ښه پوهيږي او په دفاعي جنګ کې د هرچا ډېره تجربه لري

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هغه رپورټونه رد کړي چې ګنې پاکستان د افغانستان په ننګرهار ولايت کې هوايي بريدونه کړي او د تحریک طالبان پاکستان پټې ځالي يې په نخښه کړي دي.

په افغانستان کې د هشت صبح نومې ورځپاڼې په وېب پاڼه د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبر خپور شوی وو چې پاکستاني ځواکونو په ننګرهار کې په تحريک طالبان پاکستان هوايي بريدونه کړي دي.

په خبر کې د سرچينو له قوله ويل شوي وو چې بریدونه د سلاله سره نزدې د ګوشتې په ولسوالۍ کې شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ هم د زیارت په ورځ په خبري غونډه کې ويلي، پاکستان د ملګرو ملتونو يو زمه واره ملک دی او اصول یې په ځای ساتي، پاکستان تل د خپلواکه او خوشاله افغانستان خبره کړې ده.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله د پاکستان د يو شخصي ټي وي چېنل اېکسپرېس نيوز سره په خبرو کې ويلي وو چې که چرې افغان طالبانو په افغانستان کې ميشت د تحريک طالبان پاکستان خلاف ګامونه وانه خستل نو پاکستان حق لري په افغانستان کې هغه ترهګر په نخښه کړي کوم چې په پاکستان کې ترهګري کوي.

نوموړی د شورو/ چهارشنبې په ورځ بيا د خپلې خبرې نه په شا شوی او په اسلام اباد کې يې يو خبري کنفرنس ته ويلي، ده کله هم دا نه دي ويلي چې په افغانستان کې دننه به هغه اهداف په نخښه کړي د کومو نه چې پاکستان ته خطره پېښه ده.

د رانا ثنالله په بيان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد سخت غبرګون ښودلی و او په يو بيان کې يې ويلي وو پاکستان دې د بې بنياده او پاروونکو ويناګانو نه ډډه وکړي ګنې طالبان د افغانستان په دفاع د هر چا نه ښه پوهيږي او په دفاعي جنګ کې د هرچا ډېره تجربه لري.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف دعوه کړې وه چې "د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف د ترهګرۍ دپاره کاريږي"، هغه دغه خبره په [دويمه جنورۍ] د جيو ټي وي په پروګرام کې کړې وه.

په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د قامي سلامتۍ په غونډه کې د کوم ملک د نوم اخستو بغېر ويل شوي وو، "پاکستان به هېڅ یو ملک ته به اجازت نه ورکوي چې ترهګرو ته پناه او سهولتونه ورکړي او پاکستان د حق خوندي لري چې د خپل ولس تحفظ وکړي".

خواجه اصف ویلي وو، "په افغانستان واکمنو طالبانو ته يې ویلي او بيا به ورته وايي چې د دوحه په تړون کې يې ويلي وو چې خپله خاوره د ترهګرۍ ضد کارېدو ته نه پرېږدي خو د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي".

ذبيح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان خلاف بيانونو ته د افسوس وړ ويلي او زياته کړې يې وه، واکمن "طالبان پوره هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان يا بل کوم هېواد پرضد ونه کاريږي".

هغه ويلي وو، "د پاکستان هم زمه واري جوړيږي چې د حالاتو په قابو کې ساتلو هڅې وکړي، د بې بنياده او راپارونکو خيالاتو د څرګندونو څخه ډډه وکړي، ځکه چې داسې خبرې او بې باورۍ فضا د يو فريق په ګټه نه ده".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG