لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان حکومت د اقلیتونو د تحفظ نه بې غوره دی


د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگټي وايي د کوټې په گرجا حمله کې نهه کسان وژل شوي دي

په پاکستان کې د مذهبي هم اهنگۍ دپاره کارکونکی یو فعال وايي حکومت د سړکونو او د پلونو غم اخېستی او د اولس د او د اقلیتونو د تحفظ نه غافله شوی دی.

هارون سربدیال چې د هندو اقېلیتي ټولنې سره تعلق لري په کوټه کې په گرجا د خونړۍ ځانمرگي ورسته یې وي او ای ډیوه ته ویلي د پاکستان حکومت په عمومي توگه اولس ته او په خصوصي توگه اقلیتونو ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه شوی دی.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د کوټې په میموریل مېتوډسټ چرچ حمله کې لږ تر لږه نهه کسان ووژل شو.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگټي وي او ای ډیوه ته په خصوصي مرکه کې وویل طالبانو او داعش د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې خو حکومت په کره توگه ددغو دعوو تصدیق نشي کولی. هغه ووېل بعضې وخت داسې دعوې جعلې وخیژي.

په پاکستان کې په ورستي کلونو کې په اقلیتونو گڼ شمیر خونړۍ حملې شوي دي او د انساني حقونو لپاره کارکونکي د مسلمانانو د اکثریت هیواد کې د مذهبي اقلیتونو په صورتحال تشویش څرگندوي او وايي تندورۍ د مخنیوي لپاره حکومت د تسلۍ وړ اقدامات نه دي کړي.

د انساني حقونو ادارې هیومن راټیس واچ د کال ٢٠١٦ په خپل رپورټ کې ویلي د نورو طبقو ترڅنگ پاکستان مذهبي اقلیتونو ته مناسب تحفظ نه دی ورکړی او نه یې په اقلیتونو باندې په حملو کې ککړ کسان نیولي دي.

سرفراز بگټي وویل که چرې حکومت د کوټې په دغه گرجا امنیتي قدامات نه وو کړی نو هلته به د وژل شوو کسانو شمیره ددې نه هم زیاته وه.

په پاکستان کې په اقلیتونو د حملو تاریخ او د اقلیتي ټولنې ردعمل په اړه د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند رپورټ دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

XS
SM
MD
LG