لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روان کال کې د پولیو پینځمه پېښه له کوټې څخه مخې ته راغلې ده


پاکستان کې سږکال د پولیو پینځمه پېښه د بلوچستان ایالت د سرښار کوټې څخه مخې ته راغلې ده اؤ د روغتیا محکمه وایي چې دغلته یو دوه کلن ماشوم د پولیو په ناروغۍ له اخته کېدو وروسته د کراچۍ په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.

د پاکستان د پولیو د پروګرام د مخنیوي له لوري ویل شوي په 29م اپریل کوټه کې یو دوه کلن ماشوم ته د پولیو د وایرس لګېدو وروسته د هغه پښې معذوره شوې وې اؤ بیا یې دغه معذورتیا تر مټو خوره شوه خو وروسته یې د کراچۍ په یو روغتون کې ساه ورکړه.

بیان کې ویل شوي چې ددغه ماشوم سره په کور کې اوسیدونکو د هغه د ورور او د تره د زوي نه په اخستل شوؤ نمونو کې هم د پولیو وایرس تایید شوی اؤ دا وایرس د پولې له بلې غاړې د راغلي وایرس بي تهري ای کلسټر سره سمون خوري.

د روغتیایي چارو لپاره د وزیراعظم کوارډینیټر یا رابطه کار ملک مختار پخپل یو بیان کې ویلي چې دا نوې رامنځته شوې پېښې مونږ ته یو وارې بیا رایادوي چې تر څو مونږ د پولیو وایرس په بشپړ توګه ختم کړي نه وي نو دا مودي ناروغي به زمونږ د هر ماشوم لپاره ګواښ وي.

هغه ویلي سږکال رامنځته شوؤ د پولیو پینځوؤ پېښو کې څلور د بلوچستان څخه مخې ته راغلي دي اؤ حکومت صوبه د پولیو د ویکسین اؤ حفاظتي ستنو یا ټيکو د کچې په پراخولو کار کوي تر څو د ماشومانو د مدافعیت قوت پیاوړی پاتې شي.

د روان کال په اوږدو کې د بلوچستان کې تر 50ؤ زیاتو ماحولیاتي نمونو کې د پولیو وایرس د شتون پخلی شوی دی چې دې کې 21 مثبتې نمونې د کوټې څخه دي.

د پولیو د مخنیوي نیشنل ایمرجنسي اپریشنز سینټر رابطه کار کیپټن (ریټایرډ) محمد انور الحق ویلي چې په کوټه کې مخې ته راغلې د پولیو د تازه پېښې پلټنې کولی شي.

هغه پخپل یو بیان کې ویلي چې د تېرو څو میاشتو راهسې د امنیت د وضعې اؤ په سیمه کې د روانو مظاهرو له امله د پولیو د مخنیوي د پروګرام په کمپاینونو ترسره کولو کې چیلنجونه مخې ته راغلي دي.

نوموي ویلي چې د پولیو په ضد د کمپاینونو مخې ته خنډان د ماشومانو د مدافعیت د قوت لپاره د سختو نتیجو لامل کیدای شي په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې د نورو ضلعو نه پرله پسې د پولیو وایرس د شتون اطلاعات مخې ته راځي.

د روان کال په اوږدو کې دا د پاکستان نه مخې ته راغلې د پولیو پینځمه اؤ څلور کاله وروسته د کوټې نه مخې ته راغلې وړومبۍ پېښه ده.

پروسږکال پاکستان نه د پولیو شپږ پېښې رپورټ شوې وې.

په نړۍ کې پاکستان اؤ افغانستان هغه دوه یوازیني هیوادونه پاتې شوي دي چې د پولیو وایرس پکې شتون لري .

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG