لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنو او لکي مروت ضلعو کې د پولیو دوه نوي کېسونه رپورټ شوي، پاکستان کې د پوليو شمېره ۹۱ ته ورسېده


ماهرین وايي په پاکستان او افغانستان کې اوس هم د پولیو مرض موجود دی
ماهرین وايي په پاکستان او افغانستان کې اوس هم د پولیو مرض موجود دی

د خېبرپښتونخوا په بنو او لکي مروت ضلعو کې د پولیو دوه او سیند صوبه کې درې نوي کېسونه رپورټ شوي چې ورسره په پاکستان کې د دې مرض د پېښو مجموعي شمېره سږ کال تر اوسه پورې ٩١ ته رسېدلې ده.

د خېبرپښتونخوا د حکومتي شمیرو ترمخه، يوه پېښه په بنو او بله په لکي مروت کې رپوټ شوي دي.

بنو کې تراوسه پورې سږ کال په مجموعي توگه ٢۴ او لکي مروت کې سږ تراوسه پورې ١٨ کېسونه رپورټ شوي دي.

په تازه مخې ته راغلو پېښو کې په سيند صوبه کې د پوليو درې پېښې په کراچۍ، شهيد بېنظير اباد او جامشورو کې رپوټ شوي دي.

په پاکستان کې په قامي کچه د پولیو په ٩١ پېښو کې ٦٦ په خېبرپښتونخوا کې دي.

په پاکستان کې د پولیو تازه کېسونه په داسې حال کې رپورټ شوي چې د دې مرض د مخنیوي دپاره نړیوالې ادارې گلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیېټیو په پاکستان غږ کړی چې د پولیو خلاف دې په بېړنۍ توگه گامونه پورته کړي.

ادارې د پولیو د څارنې څانگې د پاکستان په اړه په تازه رپورټ کې د پاکستان صورتحال د تشویش وړ بللی.

گلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیټېیو وویل پاکستان په داسې حال کې د پولیو مخنیوی نشي کولی چې د پولیو ضد وېکسین په اړه یې خلک په سماجي او سیاسي کچه "زهرن جن" تاثرات لري

ماهرین ویلي د پولیو علاج نشته خو وېکسین د دې نه د محفوظ پاتې کېدو موثره لاره ده.

په پارلېمنټ کې د صحت په اړه پارلماني سېکرېټري ډاکټر نوشین حامد وايي په پاکستان کې د پولیو وېکسین په اړه د مذهب په نوم تبلیغات کولی شي چې د دې مرض د مخنیوي کوښښونو ته زیان رسوي.

د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او ویلي پولیو درې مختلف قسمونه لري چې دوه پکې د نړۍ نه ختم کړی شوي دي خو د پولیو ټایپ ون قسم په افغانستان او پاکستان کې اوس هم وجود لري.

په افغانستان کې ٢٠ کېسونه رپورټ شوې دي

د پولیو مرض د انسان په اعصابي نظام حمله کوي او د انسان بدن ته د جراثیم د اخلېدو په څو گنټو کې انسام معزوره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG