لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي په ملک کې بجلي بحال شوه


د ټېکسټایل مېلونو تنظيم وویل بجلۍ کې تعطل له امله د ټېکسټایل صنعت ته د ۷۰ مېلین ډالرو نقصان رسېدلی دی
د ټېکسټایل مېلونو تنظيم وویل بجلۍ کې تعطل له امله د ټېکسټایل صنعت ته د ۷۰ مېلین ډالرو نقصان رسېدلی دی

د سرښار اسلام اباد په شمول په ټول ملک کې بجلي د قطع کېدو یوه ورځ وروسته پاکستان د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د ملک په زیاترو برخو کې بجلي بحال شوه.

د توانای وزیر خرم دستګیر وویل د شمال جنوب ترمنځ د بجلي د ویش په نظام کې په ناڅاپه ډول والټیج یا د بجلۍ د زیاتېدو نه پس د ګل، دوشنبې، په ورځ په ملک کې بجلي منقطع شوه. دا لا نه وه معلومه چې په والټېج کې د زیاتي سبب څه و؟

ښاغلي دستګير په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې د بجلۍ د منقطع کېدو په اړ په لوړه کچه تحقیقات شروع کړی شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د بجلي د ترسیل په نظام کې هېکېنګ یا د کمپیوټر په نظام کې د غیرقانوني مداخلت شک هم دی خو په دې اړه کره معلومات به په تحقیقاتو کې مخې ته راځي.

تېر کال د اکتوبر په میاشت کې او د کال ۲۰۱۸ د می په میاشت کې هم په پاکستان کې د ملک په کچه بخلي منقطع شوي وه او چارواکو د دې سبب ټېکنیکي خرابی بللی و خو په دې اړه د تحقیقاتو نتېجې نه وې څرګندې کړی شوې.

خرم دستګیر وویل بجلۍ د ورستي تعطل نه زدکړه شوي ده او په اینده ۳۶ مېاشتو کې به حکومت د بجلۍ د ترسیل یا د ویش نظام پراخ کړي.

د وي او ای رپورټ وايي د بجلۍ د بحال کېدو د حکومتي اعلان برعکس د کراچۍ او لاهور په شان لویو ښارونو کې بحلي د نهې، سه شنبې، په ورځ وخت په وخت تلا راتلا.

د توانای وزیر زیاته کړه چې دغه مسله به په اینده دوو دریو ورځو کې حل کړی شي ځکه چې اېټمي او د کویلې بجلي ګرې د معمول کار شروع کولو کې وخت اخلي.

د ټېکسټایل مېلونو تنظيم وویل بجلۍ کې تعطل له امله د ټېکسټایل صنعت ته د ۷۰ مېلین ډالرو نقصان رسېدلی دی. د پاکستان تر ټولو زیات برامدات د ټېکسټایل صنعت کوي او د ملک د زرمبادله د ګټلو لویه زریعه ده.

ناقدین وايي د پاکستان د بجلۍ نظام د بنیادي سهولت د نورو اډانو په شان جدت ته ضرورت لري او کرپشن او د حکومت خراب نظام ورته نقصان رسوولی دی. د وېش په نظام کې د بجلۍ ضایع کېدل هم لویه مسله ده.

په واشنګټن کې د څېړنې ادارې وېلسن سېنټر د جنوبي اېشیا چارو ماهر مایکل کوګلمېن د پاکستان د بجلۍ د صورتحال په اړه وايي دا یوازې د طلب او د رسد مسله نه ده بلکې په دې کې مالي معاملات او حکومت داري هم شامله ده.

کوګلمېن وايي د بجلۍ نظام زوړ دی، بنیادي اډاڼه يې کمزوري ده، خلک بلونه هم نه ورکوي او د بجلۍ نظام د مرمت او چلولو دپاره مالي وسایل هم نه شته.

د وي اوای رپورټ وايي د چین په مرسته پاکستان د خپل ضرورت پوره کولو دپاره بجلي جوړولی شي خو د پېسو د نیشت والي له امله د وېش یا د بجلۍ د ترسیل په نظام کې سرمایه کاري نه شي کولی.

یادونه: د دې خبر معلومات اسلام اباد نه د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG