لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قومي اسمبلۍ غړی: دړکې راکوول کېږي چې د بشیر بلور او د بېنظیر په شان سلوک به راسره وشي


 نور عالم خان په ټوېټر یو پېغام کې وویل "ګواښونه ترلاسه کوم راته وېل کېږي چې څه مو د بېنظیر بهټو شهید او بشیربلور شهید سره وکړل تا او د ستا دریواړو زامنو سره به یې وکړوو…"
نور عالم خان په ټوېټر یو پېغام کې وویل "ګواښونه ترلاسه کوم راته وېل کېږي چې څه مو د بېنظیر بهټو شهید او بشیربلور شهید سره وکړل تا او د ستا دریواړو زامنو سره به یې وکړوو…"

د پېښور نه د واک من تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ غړي نور عالم خان ویلي ګواښونه ورته ورکړی شوي دي چې د عوامي نېشنل پارټۍ د یو وژل شوي مرکزي رهنما بشیر بلور او د پاکستان د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو په شان سلوک به ورسره وکړی شي.

بشیر بلور په 2012 کې په پېښور کې په ځانمرګي برید کې وژل شوی او بېنظیر بهټو په 2007 کې په راولپنډۍ ښار کې د یوې جلسې وروسته په ځانمرګي او د ډزو په حمله کې وژل شوي ده.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه پاکستاني طالبانو په بشیر بلور او په بېنظیر بهټو د حملو ذمه واري منلې ده.

اېم اېن ای نور عالم خان هغه ته مبینه ګواښونو خبره په داسې حال کې کړې ده چې د هغه د ګوند وزاعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړی شوی دی او وېل کېږي چې د پي ټي ای یو شمېر غړو هم د بې باورۍ د تحریک د حمایت کولو ژمنه کړې ده.

نور عالم خان په ټوېټر یو پېغام کې وویل "ګواښونه ترلاسه کوم راته وېل کېږي چې څه مو د بېنظیر بهټو شهید او بشیربلور شهید سره وکړل تا او د ستا دریواړو زامنو سره به یې وکړوو…"

نور عالم خان وویل یو شمېر هغه د ټېلې فون شمېرې یې محفوظې کړې چې دلارې یې ورته دړکې ورکړی شوي دي.

هغه وویل که هغه سره څه وشول نو د ملک قیادت به یې ذمه واري وي.

په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې حکومت د نور عالم خان ته د مبینه دړکو په اړه څه ویلي دي؟

نور عالم خان او د واکمن تحریک انصاف نه ناراضه غړو مېډيا سره خبرو کې د حکومتي وزیرانو هغه تورونه رد کړي چې وايي دوی په پيسو خرڅ شوي دي. ځينو په سوشل مېډیا په ويډیويي پېغامونو کې دوفادارۍ بدلولو علت د هېواد اوسنی اقتصادي حالت بیان کړی.

د جمعې په ماذیګر د واکمن ګوند پاریدلو فعالینو په اسلام اباد کې په سیند هاؤس برید کړی چېرته چې وېل کېږي د تحریک انصاف نه اوښتي دپارلېمنټ غړي میشت دي.

د پیپلز گوند د کراچۍ څخه د قامي اسمبلۍ غړي قادر خان مندوخېل وي او ای ډیوه ته له سند هاوس څخه د سکایپ د لارې وویل چې په دغه حکومتي ودانۍ کې د حکومت مخافو گوندونو د پارلیمان غړي او د هغوي کورنۍ موجود دي او په هغوي د حکومتي غړیو یا د کارکنانو د حملې خطر دی.

ښاغلي مندوخیل خواست وکړو چې د ژغورلو بندوبست دې قوي کړی شي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید پولیس ته امر کړی چې په سند هاوس یرغل کونکي دې ونیول شي.

د رپورټ ترمخه شېخ رشید جیو تلویزیون سره مرکه کې وویل چې په اړي ګړي کې ککړ د قومي اسمبلۍ غړي عطاالله نیازی او فهیم خان به هم ګرفتار کړی شي.

شېخ رشید وویل حالات خرابېږي او دا توقع یې نه کوله چې د مارچ د 27 نېټې نه مخکې به په اسلام اباد کې داسې وشي.

مندوخیل وویل د سند هاوس څخه د پي ټي ای د پارلېمنټ غړي تللي دي.

د اطلاعاتو وزیر چودهري فواد حسېن په سند هاوس کې د حکومت د مخالفینو د جمع کېدو په اړه په ټويټر لیکلي چې حزب اختلاف دې د هغه په قول د ولس فېصلې سره د لوبو کولو نه ډډه وکړي. هغه وویل حکومتي غړو د پي ټي ای کارکونکو ته وېل چې صبر نه دې کار واخلي.


وي او ای ډیوه د مندوخیل نه وپوښتل چې د پارلېمنټ غړو د استونګې ځای پارلېمنټ لاجز کې ولې نه پاتې کېږي نو په ځواب کې مندوخیل وویل تېره هفته اسلام اباد پولیس د دوی په ایتلافي غړو چاپه وهلي وه او دوی هم دغه ډول خطر محسوسولو نو ځکه سند هاوس ته تللي دي. د سند هاوس د تحفظ مسولیت د سند پولیس په لاسو کې دی.

تېر کال د مارچ میاشت کې د سېنټ د یوې څوکۍ لپارخ په ټاکنو کې حکومتي ګوند ته د ماتې ورږسته وزیر اعظم عمران خان په دوېم ځل د پارلېمان نه د اعتماد وټ اخستی وو.

نوموړي هغه ځل د اعتماد د وټ اخستو وړاندې قام ته په يوه وینا کې پارلېماني غړو ته ویلي وو چې که هغوی د هغه (عمران خان) په مشرۍ اعتبار نه کوي نو ښکاره دې لاس اوچت کړي، خپل جمهوري حق دې وکاروي او دی به په ارام سره په اپوزېشن کې کېني.

ځينو ناراضو غړو د عمران خان دغه وینا ته په اشاره سره ویلي چې دا یې جمهوري حق دی. او چا ته هم وټ ورکولی شي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG