لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستانۍ روپۍ د لا نورې غورځیدو وېرې بازار بې باوره کړی دی


د شورو، چارشنبې، په ورځ د پاکستان ډان ورځپاڼې په ویب پاڼه چاپ شوي د انټربینک ریټ یا د ډالر په مقابل کې د روپۍ رسمی بیه ١٣٣ روپۍ وه
د شورو، چارشنبې، په ورځ د پاکستان ډان ورځپاڼې په ویب پاڼه چاپ شوي د انټربینک ریټ یا د ډالر په مقابل کې د روپۍ رسمی بیه ١٣٣ روپۍ وه

د پاکستان د پېسو په بازار کې نن په دویمه ورځ هم (د اکتوبر په ١٠ مه نېټه) د ډالر په مقابل کې د روپۍ بیه نه یوازې ټېټه وه بلکې د روپۍ د نورې غورځیدو له وېرې په بازار کې بې باوري لیدل کیدله.

د وي او ای ډیوه خبریال احسان محمد خان د کرنسۍ ځینو کاروباریانو سره خبرې کړې چې وايي په دویمه ورځ د یو ډالر بیه د ١٣٣ او ١۴٠ روپو پورې اوړېده راوړېده.

د شورو، چارشنبې، په ورځ د پاکستان ډان ورځپاڼې په ویب پاڼه چاپ شوي د انټربینک ریټ یا د ډالر په مقابل کې د روپۍ رسمی بیه ١٣٣ روپۍ وه.

په بازاز کې د ډالر دوه بېۍ وي. یوه بیه د اخیستو او بله د خرڅولو. د انټر بېنک ریټ د نرخ ترمخه که څوک خپلې ډالرې خرڅوي نو د یو ډالر په مقابل کې به ١٣٣ روپۍ ترلاسه کوي او که څوک د روپو په بدل کې ډالر اخلي نو د یو ډالر دپاره به ١٣۴ روپۍ ورکوي.

د ډیوه خبریال وايي د شورو، چارشنبې، په ورځ په بازار کې غیر یقیني حالات وو او دا ویره موجود وه چې گنې روپۍ نوره هم غورځیدی شي.

اقتصاد پوهه او د پېښور یونیورسټۍ د اقتصادیاتو د څانگې مشر زلاکت خان ملک وايي د روپۍ د غورځیدو په نتیجه کې نه د هېواد خارجی قرضو په مالیت کې اضافه وشي. د وی او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي ملک وویل د روپۍ بیه به نوره هم کمیږي ځکه چې د "روپۍ دپاره به بهر طلب کم وي او د بهرنیو کرنسیانو لکه ډالرشو، پاونډ شو او یورو په پاکستان کې به د هغې طلب زیات وي نو بیا به د روپۍ قدر غورځیږي."

ماهرین وايي د روپۍ د غورځیدو په وجه به په تجارت هم منفي اثر وغورځیږي، واردات یا امپورټس به زیات شي او د هېواد دننه به د گرانۍ کچه نوره پورته شي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG