د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ضد د عدت په مقدمه کې د اورول شوو سزاګانو خلاف اپيلونو باندې فېصله نن نه ده اورول شوې، او قضيه هايکورټ ته لېږل شوې ده.
د رپورټونو ترمخه، د اسلام اباد سېشن جج شاه رخ ارجمند به نن د عدت په قضيه کې د عمران خان او بشرا بي بي د سزاګانو ضد اپيلونو باندې فېصله اوروله.
د پي ټي آی ګوند مشر بېرسټر ګوهر تور لګولی، چې د فېصلې نه اورول کېدو دپاره په جج فشار اچول شوی دی.
له دې وړاندې ويل شوي، د اورېدنې په وخت د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا په جج شارخ ارجمند باندې د باور د نشتوالي څرګندونه کړې او په عدالت کې د عمران خان د پلوي وکيلانو او خاور مانيکا ترمنځ خبرې اړول شوي او عدالت کې دننه ګډوډی او شور شوی دی، له دغې وروسته بيا جج د فېصلې اورولو بغېر د عدالت څخه پاڅېدلی وو.
ورووسته نوموړي جج هايکورټ ته خط ليکلی او ویلي يې دي، اعتراضونه پرې کيږي ځکه هغه فېصله اورول مناسب نه ګڼي.
د روان کال فرورۍ په درېمه عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته عدالت د عدت دوران کې د نکاح کولو په جرم کې د 7، 7 کالو د بند سزا اورولې وه، بيا د دغو سزاګانو پرضد خواستونه شوي وو.
سيشن جج شارخ ارجمند هايکورټ ته په ليکلي خط کې ويلي، خاور مانيکا پرې په خلاص عدالت کې د بې باورۍ اظهار کړی دی، او زياته کړې یې ده، شکايت کوونکي او وکیل یې تل څه نا څه بهانه جوړه کړې او د اورېدنې وروسته کولو هڅه یې کړې ده.
بېرسټر ګوهر د عدالت نه بهر مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، نن سهار د قضيې فېصله اورول وو، خو په عدالت کې سرکاري وکيل نه وو او خاور مانيکا د عدالت ضد ناوړه توري کارولي دي.
د خاور مانیکا لخوا په دغه اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.
د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د تېر کال نومبر په میاشت کې د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو چې د عمران خان او بشرا بي بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.
د عدت په وخت نکاح قضيه کې د سزاګانو د فېصلې اورول کېدو وروسته د فرورۍ په میاشت کې عمران خان ویلي وو، په ده باندې په عدت کې د نکاح کولو قضیه د ده د سپکاوي یا ذلیله کولو لپاره جوړه کړل شوې ده او په دې مقدمه کې په بشپړ ډول هڅه شوې ده چې دی ذلیله کړل شي.
عدت څه ته وايي؟
قانون پوهان وايي، عدت دوه ډوله وي، "يو عدت د ښځې او خاوند د طلاق او خلعې نه وروسته وي، بل عدت د ښځې د خاوند د مړينې وروسته وي، د دې خپله خپله موده ټاکل شوې ده".
د قانون پوهانو په خبره، د پاکستان د عايلي يا کورنيو معاملاتو د قانون ترمخه، "د خاوند د مړینې نه وروسته د عدت موده څلور میاشتې او لس ورځې ده او د طلاق او خلعې په صورت کې د عدت وخت درې میاشتې يا 90 ورځې دی"، او "د دواړو ډوله عدت په وخت کې ښځه د هیچا سره د نکاح په صورت کې راشه درشه نه شي کولی دا قانوني او شرعي دواړه حکمونه دي".
قانون پوهان وايي، "د عايلي قوانينو د 90 ورځو پوره کېدو وروسته چې طلاق ډګري يا پوخ وشي هغه بيا متعلقه يونين کونسل ته د تاييد دپاره ولېږل شي او د هلته نه یې تاييد کيږي، او د عدت 90 ورځو کې نکاح ځکه نه شي کېدی وجه یې د ښځې او د هغې د نسل سره جوړيږي".
پوهان وايي په دې کې د وراثت مسله راځي، "د درېو میاشتو نه پس که ښځه واده وکړي يا څلورو میاشتو او لسو ورځو نه وروسته کوم ماشوم زيږوي، نو هغه به معلوم وي چې هغه د کوم خاوند نه وو ځکه دغه کار ته د قانوني بڼې ورکولو دپاره د عدت وخت ټاکل شوی دی د وراثت مسله پکې راځي".
Forum