لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د اېکس رسنۍ بنديز: اسلام اباد هايکورټ د کورنيو چارو سيکرټري غوښتی


د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ په ملک کې د ټولنيزې رسنۍ اېکس (پخواني ټویټر) د بندیز خلاف خواست باندې اورېدنه کړې او په دغه معامله یې ‏سيکرټري داخله عدالت ته غوښتی دی.‏

پاکستان کې ټولنيز فعال وايي، د ‏‎17‎مې فرورۍ راهیسې اېکس رسنۍ ته رسايي نه کيږي، کاروونکي د وي پي اېن د لارې اېکس ته رسايي کوي.‏

پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو فعالو او خبريالانو د اېکس د بنديز ضد عدالتونو ته خواستونه کړي دي.‏

نن د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق د اېکس د بنديز ضد د خبريال احتشام عباسي په خواست اورېدنه کړې، په دغه اړه یې د مرستیال ‏سيکرټري داخله رپورټ د ډاډ وړ نه دی بللی.

د رپورټونو ترمخه مرستیال شريک سيکرټري داخله عدالت ته ويلي، د امنيتي ادارو په رپورټ اېکس بند کړل شوی، په انټرنېټ د موادو اچولو نه امن ته ‏خطره وه.‏

چيف جسټس بيا ويلي، په راتلونکې اورېدنه ‏‎17‎م اپرېل دې سيکرټري داخله په خپله عدالت ته پېش شي او چې کومه هم خطره ده د هغې په اړه دې ‏عدالت ته په ليکلي بڼه ثبوتونه وړاندې کړي، په مفروضو دې رپورټ نه وړاندې کوي او که سيکرټري داخله نه ونه شو نو وزيراعظم هم بلل کېدی شي.‏

پېښور کې قانون پوهه او فعاله مهوش محب کاکاخېله وايي، دوی د اېکس د بنديز پرضد پېښور هايکورټ ته خواست هم کړی دی چې ولې په اېکس ‏بنديز لګول شوی دی.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې کاکاخېلې وويل، د اېکس بنديز د رسنیو يا معلوماتو ته د رسايۍ څخه لاره بندول دي کوم چې د ازادي اظهار رای او ‏معلوماتو ته د رسايۍ کولو سرغړونه ده.‏

هغې وويل، په اېکس نه يواځې معلومات ترلاسه کيږي، بلکې خلک پرې کاروبارونه کوي، زده کړې ترې ترلاسه کوي او د بحث يا نظر شريکولو دپاره ‏سنجيده پلېټ فارم دی پکار ده چې ازاد کړل شي.‏

تېره میاشت د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ (پي ټي اې) عدالت ته ویلي وو، د ټولنيزې رسنۍ اېکس (پخواني ټویټر) د بندولو حکم د کورنيو چارو ‏وزارت کړی وو.‏

د پاکستان په سيند هايکورټ کې د اېکس رسنۍ د بنديز خلاف فعالو خواست کوونکو ويلي وو، د اېکس د بندولو مقصد د اتمې فرورۍ په عامو ‏انتخاباتو ‏کې د درغليو په تورونو د خلکو د جذباتو د څرګندونو غلي کول وو.‏

خو د پي ټي اې وکیلانو عدالت ته په ورکړو اسنادو کې ویلي، پي ټي اې د پاکستان د استخباراتي ادارو د ‏‎17‎مې فرورۍ حکم منلی دی.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ د عامو انتخاباتو ترسره کېدو وروسته په ملک کې دننه بېلا بيلو سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګولي او ‏‏احتجاجونه یې کړي او په نړيواله کچه امریکا، برتانيې او يورپي يونين د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او انټرنېټ په بنديز ‏‏اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.‏

خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي وو، د ناامنۍ د خطرو ‏‏له امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG