لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته د پاکستان شکایتونه،  پېغورونه او تهمتونه، ایا اسلام اباد، دطالبانو له پلویتوبه قلاریږي؟


د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته د پاکستان شکایتونه، پېغورونه، تهمتونه، گيلې او خبردارۍ ورځ تر بله سوا کیږي، د پاکستان د پوځ د مشر او د دفاع د وزیر په ګډون په تېرو پینځوو ورځو کې پینځه لوړ رتبه پاکستاني چارواکو دعوې کړي له افغانستانه په پاکستان د حملو پلانونه جوړېږي او افغانستان نه د ګاونډیتوب او نه د ورور هیواد حق ادا کوي.

افغانستان لوري ته د طالبانو د پوځ د سرلښکر فصیح الدین فطرت له دفتره ونیسه تر د باندینو چارو د وزير ملا امیر خان متقي، د دفاع وزير ملا یعقوب او د کورنیو چارو د وزير سراج الدین حقاني دفترونه په مکمله توگه خاموشه دي البته کله چې یو نړیوالې رسنۍ د افغان طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد څخه پوښتنه وکړه نو هغه د افغانستان په خاوره د ټي ټي پي‌ د وسله والو د شتون تورونه رد کړل اؤ غوښتنه یې وکړه چې پاکستان که د خپلو دعوؤ ثبوتونه لري نو باید افغان حکومت ته یې ورکړي.

په تېرو پینځوؤ ورځو کې د پاکستاني چارواکو بیانونه

په جولای 16 د پاکستان د پوځ اوویل ګاونډ کې د تحریک طالبان پاکستان پناه ځایونو دي چې په پاکستان کې د بې امنۍ سبب جوړیږي.

په 15 جولای د پاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منير خبرداری ورکړی ؤ چې افغانستان دې خپله خاوره د کوم بل ملک خلاف د ترهګرۍ دپاره نه پرېږدي.

هم په دغه ورځ 15 د پاکستان د دفاع وزیر له پیغورونو،تهمتونو او ګواښونو یو ډک بیان ورکړی ؤ . د خواجه اصف په آند افغانستان نه د ګاونډیتوب اؤ نه د ورور هیواد حق ادا کوي.

هغه دا هم ویلي وو پاکستان په تېرو پینځوؤ لسیزو کې پاکستان تر60 لکو پورې افغانانو ته حقونه او پناه ورکړې خو برعکس افغانستان هغو ترهګرو ته پخپله خاوره پناه ورکړه چې د پاکستانیانو وینې تویوي.

په 13 مه جولای د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویلي وو د افغانستان د خاورې د پاکستان پرضد نه کارېدو ذمه واري په افغانستان کې په واکمنو ور اوړي.

له دې څو ورځې وړاندې د افغانستان د پاره د پاکستان نوي استازي اصف دراني ویلي وو پاکستان به هغه وخت مطمين شي چې تحریک طالبان د منځه لاړ شي.

ایا د پاکستاني لوړ رتبه چارواکو ځان ځانله بیانونه محض یو اتفاق دی، دا بیانونه د کوم ځانګړي پلان برخه ده، یا دا په افغانستان کې د حملو کومه پلمه خو نه ده؟

د څېړونکو په آند دا بیانونه نه اتفاقي دي او نه بې مطلبه. په نبراسکا پوهنتون کې د افغان مطالعاتو مرکز مشر شېر جان احمد زی فکر کوي کیدی شي پاکستان په افغانستان کې د حملو بهانې لټوي البته:

" دا هم کیدی شي چې دوي په نړیواله کچه توجو راجلب کړي"

د احمدزي په خیال داسې کول د پاکستات پخوانۍ پالیسي ده.

ایا رښتیا هم په افعانستان واکمن طالبان وس پاکستان ځوروي؟

څېړونکی، لیکوال او په ویسکانسن پوهنتون کې استاد نجيب آزاد وايي داسې نه ویني چې طالبان به پاکستان وځوروي:

"په طالبانو باندې د پاکستان د کلونو نفوذ دی"

د ازاد په خیال دی داسې نه گني چې:

" ناڅاپه په طالبانو کې دومره جرات پیدا کړي چې هغه دې پاکستان وځوروي"

د آزاد په خیال د زیاترو افغان طالبانو کورنۍ او کاروبارونه په پاکستان کې دي. د ښاغلي آزاد په شان خبره د عمران خان په حکومت کې د کورنیو چارو وزير شیخ رشید هم کړې وه.

ایا پاکستان د افغان طالبانو له پلویتوبه قلاریږي؟

د څېړونکیو په خیال په دې کې شک نشته چې د ټي ټي پي ډلې په افغانستان کې پټې دي او پاکستان کې هم کیږي خو داسې نه ده چې گني پاکستان به د افغان طالبانو د ملاتړه قرار شي

احمدزی :

" پاکستان د نړۍ په هر سټیج لابي وکړه چې طالبان په رسمیت وپیژندل شي"

د څېړونکیو په خیال دا یو سیاسي او سفارتي چال دی چې نړۍ ته وښايي پاکستان مظلوم دی او مرستو ته اړتیا لري.

احمدزی وايي د پاکستان دوستې او ملگرې ډلې په افغانستان کې حاکمانې دي. دغه موقع د پاکستان د سیمئیز سیاست په گټه تمامیږي.

پاکستان ولې د طالبانو پلویتوب کوي؟

نجيب آزاد زواي پاکستان د نیابتي ډلو نه پرته بل هيح تولید نه لري، د افغانستان په مسله کې پاکستان دوه هدفونه لري، یو دا چې د نړۍ هره گټه د پاکستان د لارې افغانستان ته رسي بله دا چې یو کمزوری افغانستان د پاکستان د سالمیت ضمانت دی. د هغه په خیال د طالبانو په څېر ډلې د پاکستان د نظریاتي او حفاظتي نقطه نظره ډیر اهمیت لري.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG