لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي مشران د روس حکومتي اؤ پوځي مشرانو سره په امنیت اؤ نورو څانګو کې د همکاریو په غځولو غږېدلي


د پاکستان د ګډو ځواکونو د کمیټې د مشر جنرال ساحر شمشاد په مشرۍ د روس په دوره تللي د پاکستان لوړرتبه پوځي پلاوي په ماسکو کې د روس د لوړپوړو حکومتي اؤ پوځي چارواکو سره ليدنو کې د تجارت، توانایۍ، امنیت اؤ نورو څانګو کې د مرستو په غځولو خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې (آي ایس پي آر) ویلي جنرال ساحر شمشاد مرزا روس ته پخپل سفر کې ددغه هیواد ددفاع مرستیال وزیر جنرال الیګزینډر فومن، د روسي فیډریشن د امنیت مرستیال سکتر الیګزینډر وینیډکټیو اؤ د وسله والو ځواکونو د مرستیال مشر کرنل جنرال ایس واي استراکوف سره لېدنې کړې دي.

د آي ایس پي آر بیان کې ویل شوي په دې لیدنو کې دواړه خواوې په دوه اړخیزه پوځي همکاریو، د سیمې په امنیتي وضعیت اؤ په ترهګرۍ غږیدلي اؤ په عسکري تماسونو پیاوړي کولو کې یې خوښي ښکاره کړې ده.

بیان وایي چې دې لیدنو کې په مختلفو څانګو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د مرستو غځولو په چارو هم غور شوی چې په دغو څانګو کې تجارت، توانایي اؤ امنیت شامل دي.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پېل کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د روس د صدر ولادي مير پيوټن سره د ازربايجان سر ښار استانه کې لېدلي وؤ او د روس مشر ته ېي د دواړو هيوادونو ترمنځه د “مال په بدله مال” د تجارت وړانديز کړی ؤ.

دپاکستان د اطلاعاتو د وزارت ترمخه وزيراعظم شهباز شريف دغه ملاقات کې صدر پيوټن ته ويلي وؤ چې د دواړو هېوادونو تجارت چې دا وخت يو ارب ډالرو ته رسيږي، وده موندلی شي که روس د انرجۍ په څانګه کې همکارې ته دوام ورکړي.

شهباز شريف ویلي وؤ “روس وړاندې هم پاکستان ته تېل ورکړي وو او په دې برخه کې نورو ګامونو پورته کولو ته ضرورت دی”.

وزيراعظم شهباز شريف زیاته کړې وه “ماته ياد دي چې د 50, 60, او 70 په لسيزو کې به پاکستان او روس د بارټر ټرېډ يا “د مال په بدله مال“ په بنياد تجارت کوو.

شهباز شريف دا وړانديز په داسې حال کې کړی ؤ چې روسيه د اوکراين د جګړې په سر د يو شمېر امريکاېي او اروپاېي بندېزونو سره مخ ده.

روس تېر کال پاکستان ته په ارزانه بېعه تېل ورکړي وو او لومړۍ سمندري بېړۍ يې د جون په مياشت کې پاکستان ته رسېدلې وه.

د بهر ملکي قرضونو سره مخ پاکستان تېر کال نه وه څرګنده کړې چې روس ته ېې ددغه تېلو لپاره پېسې څنګه ورکړې وې.

څېړونکي واېي پاکستان د خپلو مالي او دفاعي ګټو لپاره په سيمه کې د روس او امريکا سره په يو وخت دوستي او دشمني په کاميابې سره ساتلې او چې کله وخت بدل شوی نو خپل اهداف ېي هم بدل کړي.

تاريخ پوهان واېي چې پاکستان د پښتنو په سيمه کې په لسګونو کاله د جګړې برخه وه او خپلې ګټې ېي ترې پورته کړي دي.

د اتيا په لسيزه کې د روس خلاف او بيا وروسته د ترهګرۍ پرضد جګړه کې پاکستان د طالبانو په ضد جګړه هم وکړه خو چې د افغانستان څخه امريکاېي عسکر ووتل نو د روس او طالبانو سره سره یې بيا اړېکي پېل کړې.

د روانې میاشتې په پیل کې کله چې د قازقستان په سر ښار کې وزيراعظم شهباز شريف د صدر پيوټن سره لېده کاته کول نو پېښور ته نزدې پبو سيمه کې د پاکستان پوځيانو د امريکاېي عسکرو سره د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي مشقونه پيل کړي وؤ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG