د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي، وزیراعظم شهباز شریف د لوی اختر په موقع خلکو ته ډالۍ ورکړې او پټرول یې د لسو روپو نه زيات ارزان کړي دي.
د پاکستان د خزانې وزارت د تيلو نوي قيمتونه جاري کړي او ويلي یې دي چې د تېلو او ګېس د انتظام ادارې په نړيوال مارکيټ کې د تيلو قيمتونو ته په کتو تېل ارزان کړي دي.
د نوو قيمتونو ترمخه، یو ليټر پټرول 10.20 ارزان کړل شوي او ډيزل 2.33 روپۍ ارزان کړل شوي دي.
د ارزانېدو سره يو ليټر پټرول 258.16 ته راکم شوي او ډيزل 267.89 روپۍ شوي دي.
د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي، د تېرې میاشتې راهسې په مجموعي ډول د پټرولو يو ليټر کې ولس سره د 35 روپیو ښېګړه شوې ده.
پاکستان کې د تېلو بيعې هر 15 ورځې وروسته بدليږي.
د روانې میاشتې جون په لومړۍ نېټه د پیټرولو يو ليټر 4.74 روپۍ او ډيزل 3.86 روپۍ ارزان کړل شوي وو، خو اول ويل شوي وو وزيراعظم لارښوونه کړې وه چې پېټرول دې 15 او ډيزل دې نزدې اته روپۍ ارزان کړل شي.
د مې د مياشتې په نيمايي کې هم يو ليټر پېټرول 15.39 روپۍ او ډيزل 7.88 روپۍ ازران کړل شوي وو.
او د مې په لومړۍ نېټه هم پېټرول او ډيزل ارزان کړل شوي خو د اپرېل په نيمايۍ کې یې بيعې سېوا کړل شوې وې.
Forum