د قرض د ځنډېلي قسط ترلاسه کولو دپاره نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره د پاکستان خبرې څه معاهدې ته نه دي رسېدلي چې پاکستان د دیوالیه کېدو د خطر نه محفوظ کړي.
د ايي اېم اېف چارواکو او د پاکستاني مامورینو د تېرو لسو ورځو مذاکرات د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې سر ته ورسېدل.ايي اېم اېف په یو بیان کې وویل چې پاکستان سره مذاکراتو کې د ذکر وړ پرمختګ و کړی شو خو په نتیجه کې به يې د "بورډ بحث" یا هغه غونډه نه کېږي چې هېواد ته د 1.1 بېلین ډالرو قسط ورکړي.
پاکستان په اقتصادي کچه د کړکېچ سره مخامخ دی او د هېواد د ذر مبادلې ذخیره فقط 350 بېلین ډالرو ته رسېدلې ده.
د 1.1 بېلین ډالرو دغه قسط چې پاکستان ته د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې ورکړې کېدونکی و، د هغه 6.5 پېنځه بېلین ډالرو قرض برخه ده چې ايي اېم اېف په 2019 کې پاکستان ته منظور کړی و.
پاکستان ته د قرض ځنډېلي قسط ورکولو دپاره پکار ده چې د "سټاف" یا د عملي په کچه یې د ايي اېم اېف چارواکي پاکستان سره معاهدې ته ورسي بیا به په واشنګټن کې د ادارې مرکزي دفتر دغه معاهده منظوروي او پاکستان به د ځنډ ښکار قسط ورکړی شي.
ايي اېم اېف وویل په اینده ورځو کې به پاکستان سره په انلاین بڼه مذاکرات دوام لري چې د تګلارو تفصیل عملي کولو ته حتمي شکل ورکړی شي. مالیاتي ادارې وویل په وخت او په فېصله کن انداز کې د تګلارو عملي کېدل پاکستان دپاره ضروري دي چې په کامیابۍ اقتصادي ثبات ترلاسه کړي او په مستقل ډول اقتصادي پرمختګ وکړي.
په اېټمي وسله سمبال ملک پاکستان نه ايي اېم اېف غوښتنه کوي چې د ټېکس جال دې پراخ کړي، یعنې د ټېکس ادا کونکو شمېره دې زیاته کړي، د برامداتو مد ته دې په ټېکس کې ریاعتونه نه ورکوي او د تېلو، بجلۍ او ګېس بېعې دې زیاتې کړي.
پاکستان د دیوالیه کېدو نه بچ کېدو دپاره اقتصادي ماهرین ايي اېم اېف سره د پاکستان معاهده اهمه ګڼي، چې په نتیجه کې به
یې پاکستان غیر ملکي قرضونه د بېرته ادا کولو جوګه شي او د ورلډ بېنک، سعودي عرب او چین په شان نور ملکونه به هم ورته قرض ورکړي.
که چېرې پاکستان د ايي اېم اېف سره د سټاف په کچه په دغو اصلاحاتو متفق شو نو، ماهرین وايي، په پاکستان کې به ګراني نوره هم زیاته کړي.
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار وویل د ايي اېم اېف سره د پور د پروګرام لاندې به د 170 اربه روپو ټېکسونه لګول وي او د تیلو مصنوعات به هم لس روپۍ نور ګران کړی شي.
هغه وویل د جمعې په سهار ايياېم اېف د اقتصادي او مالي پاليسيانو يادداښت ليک ورکړی دی حکومت پرې غور کوي.
ايي اېم اېف سره د خبرو په اړه اسحاق ډار د جمعې په ورځ خبري غونډ ته ووېل په دې کې کوم شک نشته د ايي اېم اېف سره کېدونکې ټولې وعدې به پوره کولی شي او د پور پروګرام به عملي کولی شي.
هغه زياته کړه د ايي اېم اېف د اېګزېکټيو بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان ته نزدې يو اعشاريه دوه اربه ډالره ترلاسه شي.
اسحاق ډار ویلي، د توانايۍ په برخه کې اصلاحات کول اړين دي، په پټرولو د ليوي په برخه کې اضافه نزدې پوره شوې ده خو په ډيزلو به ليوي ډيوټي د 40 نه تر 50 پورې کول وي او په ډيزلو کې به د لسو روپو پورې اضافه کول وي.
د وي او ای رپورټ وايي په پاکستان کې ګراني د رېکارډ ترحده زیاته شوې، روپۍ د امریکايي ډالر په مقابل کې 35 فیصد غورځېدلی او داه هفته د پاکستان د ذرمبادله ذخیره د دریو بېلین ډالرو نه هم کښته شوه، چې په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لاندې کچه ده.
په ملک کې د ډالر د کمي مخنیوي دپاره پاکستان په درامداتو قدغنونه لګلولي دي چې له امله یې صنعتونه د زوال سره مخامخ کړي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات اسلام اباد نه د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي