د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شريف په کورمه کې د پوځيانو د وژنې پېښه غندلې او ويلي یې دي، د ترهګرۍ د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي. وزيراعظم نن د امنیت په اړه د اېپکس کمېټۍ غونډه هم رابللې ده.
د پاکستان پوځ ويلي، پرون د جون په 21مه د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلع کې د سړک په غاړه بم چاودېدو په پېښه کې پينځه عسکر وژل شوي وو.
پوځ ويلي، د ترهګرۍ لعنت ختمولو ته ژمن دی او قربانۍ یې د عسکرو حوصلې نورې پياوړې کوي.
د کورمې د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري د کورمې د چاودنې غندنه کړې او ويلي يې دي، د ترهګرۍ د خاتمې پورې به د قانون نافذونکو ادارو عمليات روان وي.
د اېوان صدر د بیان ترمخه، صدر د ترهګرۍ د خاتمې په لړ کې د امنیتي ځواکونو کردار ستايلی او د ترهګرۍ د جرړو څخه ويستو عزم یې څرګند کړی دی.
وزيراعظم شهباز شریف د عسکرو په وژنه افسوس څرګند کړی، د پېښې غندنه یې کړې او ويلي يې دي د ترهګرۍ په بشپړ ډول خاتمې پورې به په قلاره نه کښېني.
د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه وزیراعظم نن د امنيت په اړه د اپېکس کمېټۍ غونډه هم رابللې ده.
درې ورځې وړاندې چارواکو ويلي وو د افغانستان د پولې سره جوختې د کورمې په سنګړوبه سیمه کې نښته شوې، چې په کې د تحریک طالبان پاکستان کاظم ډلې مهم کومندان عمر وژل شوی وو، او د وسله والو په ډزو کې د پاکستان د یو افسر کپتان په ګډون شپږ عسکر ژوبل شوي وو. د پاکستان پوځ او وسله والو د یادې نښتې په اړه څه نه وو ويلي.
په 16م جون کورمه قبایلي ضلعه کې د مسافرو یو ګاډی د سړک غاړې ښخ بم ښکار شوی، د یوې کورنۍ څلور کسان پکې وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.
له دغې وړاندې په 15م جون پوځ په خېبر ضلعه کې د پينځو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.
په نهم جون د پښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې د پاکستان د پوځ د یو ګاډي سره نزدې بمي چاودنه شوې د پاکستان د پوځ د یو افسر په ګډون پکې اووه عسکر وژل شوي وو.
د يادې پېښې په غبرګون کې د پاکستان پوځ ویلي وو، د نهم او لسم جون په مينځنۍ شپه کې یې عمليات کړي او د 11 ترهګرو وژلو یې ويلي وو.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلیکټ اېنډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د مې په میاشت کې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې 12 فيصده سېوا شوي او امنيتي ځواکونو 82 جنګيالي وژلي وو.
د روانې مياشتې په درېمه نېټه خپور کړي رپورټ کې پيکس ويلي وو، د اپرېل د مياشتې په مقابله کې په مې کې ترهګري سېوا شوې او وژنو کې هم 29 فيصده اضافه ليدل شوې وه.
په رپورټ کې د مې په مياشت کې په ملک کې د 86 ترهګرو پېښو ويل شوي، 90 کسان پکې وژل شوي چې پکې 48 ملکي وګړي، 22 امنيتي ساتونکي او 20 جنګیالي شامل وو.
پيکس ويلي وو، د مې په میاشت کې د پاکستاني پوځ، نورو امنیتي ادارو او پولیسو د کارروايانو په وخت 70 کسان وژل شوي، 62 پکې جنګيالي او اته د امنيتي ځواکونو غړي شامل وو. د رپورټ ترمخه د مې په مياشت کې په مجموعي ډول 82 جنګيالي وژل شوي، 62 پکې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو او 20 د حملو په وخت ځوابي عملياتو کې وژل شوي وو.
پيکس ویلي وو، په تيرو اووه کلونو کې د جنګیالو د وژنو دا شمېره په کومه يوه میاشت کې تر ټولو زياته شمېره وه. په رپورټ کې ويل شوي د مې په مياشت کې په 86 پېښو کې 33 په پخوانۍ فاټا، 24 په خېبرپښتونخوا او 23 په بلوچستان کې شوې وې. پخوانۍ فاټا کې 30 کسان، خېبرپښتونخوا کې د ورګډو ضلعو نه علاوه نورو سيمو کې 37 کسان وژل شوي، او ټول 64 کسان ژوبل شوي وو.
پيکس ويلي وو، د روان کال (2024م) په لومړو پينځو مياشتو کې په ملک کې د ترهګرۍ ټولې 409 پېښې شوې، 414 کسان پکې وژل شوي او 474 ژوبل شوي وو.
Forum