د پاکستان سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د ججانو نهه کسيزه بنچ د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بټو د مرګ د سزا په اړه خپله رایې ورکړې او ويلي يې دي، بټو ته د رڼې مقدمې موقع نه وه ورکړل شوې.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه، سپريم کورټ نن د شورو- چارشنبې په ورځ د پخواني صدر آصف علي زرداري لخوا په کال 2011م لېږل شوي رېفرنس باندې خپله رایې ورکړې ده.
سپريم کورټ ویلي، د پاکستان پخواني وزیراعظم ذوالفقار بټو ته په قضيه کې د رڼې مقدمې په بنيادي حق عمل نه وو شوی، او نه ورته د رڼې مقدمې حق ورکړل شوی وو.
نهه کسيزه لوی بنچ په ګډه رایه کې ویلي په دې معامله متفق دي، چې د ذوالفقار علي بټو د قضيې اورېدنه د آيين او قانون ترمخه نه وه، په مشاورتي دایره اختيار کې په دې مقدمه کې د شواهدو بيا جاج نه شي اخستل کېدی.
سپريم کورټ په رایه کې ويلي، چې د لاهور هايکورټ اورېدنه او په سپريم کورټ کې د اپيل کارروايي د بنيادي حقونو ترمخه نه وه، خو آيين او قانون داسې کومه لاره نه ورکوي چې د دې قضيې فېصله بيا لاقانونه ورګرځول شي.
په رایه کې دا هم ويل شوي، چې په دې قضيه کې د بيا کتنې خواست خارج کړل شوی او حتمي فېصله هم شوې ده.
سپريم کورټ ویلي، د تېرو غلطيانو منلو بغېر په سمه لاره مخکې تګ نه شي کېدی، په رایه کې زياته کړل شوې په تاریخ کې ځينې مقدمې داسې شوي او تاثر یې جوړ کړی چې عدالت په ويره کې فېصلې کړې دي.
د سپريم کورټ د فېصلې وروسته د پيپلز ګوند مشر او ذوالفقار علي بټو نمسي بلاول بټو ویلي سپريم کورټ په صدارتي رېفرنس کې تاريخي فېصله واوروله.
هغه ویلي، تفصيلي فېصلې ته په تمه دي د هغې وروسته به پوره خبره کولی شي. هغه دا هم ويلي عدالت ومنله چې د بټو په قضيه کې رڼه اورېدنه نه ده شوې، 44 کاله وروسته تاریخ سميږي.
یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو څخه ژباړل شوی دی.
Forum