لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشهور مذهبي سیاستوال مولانا سمیع الحق په پینډۍ کې په برید کې وژل شوی


واشنګټن ــــ د جمعیت علمای اسلام (س) ډلې مشر او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق د پاکستان په پینډۍ ښار کې په یوه برید کې وژل شوی دی. افغان طالبانو د هغه د وژنې غندنه وکړه.

په پېښور کې د جمعیت (س) ډلې مشر مولانا حصیم تایید کړې، چې د ګوند مشر یې د پینډۍ ښار په بحریه ټاون سیمه کې پخپل کور کې په یوه برید کې ژوند بایللی دی او مړی یې د پوسټ مارټم (طبي معایناتو) لپاره بحریه ټاون شخصي روغتون ته وړل شوی دی.

د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حامد الحق وایي، د ده د معلوماتو په اساس پلار یې غوښتل چې د اسلام اباد احتجاج ته ورشي خو وایي لارې بندې وې او ور ونه رسېد او د ارام لپاره په پینډۍ کې خپل کور ته تللی وو، چې هلته ناڅرګندو کسانو د چړو وارونه ورباندې کړي او وژلی یې دی.

مولانا حامد وایي پلار یې په کور کې یواځې وو او د هغه محافظ او ډرایور له کوره دباندې په څه کار پسې وتلی وو، خو وایي کله چې هغه کور ته ور ستون شوی وو، نو لیدلي یې وو چې مولانا سمیع الحق په وینو لړلی پروت دی.

پاکستاني رسنۍ وایي چې په پایتخت اسلام اباد کې د مولانا سمیع الحق د ګوند پلویان سړکونو ته را وتلي او د هغه د وژنې په ضد یې احتجاج پیل کړی دی.

پولیس چارواکو تر اوسه د هغه د وژنې علت نه دی ښوولی، خو د مذهبي ګوندونو مشران د هغه وژنه یې یوه دسیسه ګڼي او د وژنې د علت په اړه یې د بیړنیو پلټنو غوښتنه کوي.

تر اوسه چا پر مولانا سمیع الحق د برید ذمه واري نه ده منلې.

مولانا سمیع الحق به خپل ځان د طالبانو د "روحاني پلار" په نوم یادولو ځکه چې د طالبان گڼ شمېر مهمو غړو د هغه د مدرسې نه تعلیم ترلاسه کړی و او په دې نسب به ځینیو طالب غړو د خپلو نومونو سره د "حقانی" ټکی هم لیکلو. هغه په افغانستان کې د طالبانو کلک ملاتړی و او اکثره افغان طالبان او د هغوی مشران له حقانیه مدرسې فارغ دي.

افغان طالبانو د مولانا سمیع الحق وژنه وغنده او د هغه کورنۍ سیې د غمرازۍ څرگندونه وکړه.

طالبانو د مولانا سمیع الحق د مرگ په اړه خپل بیان کې وویل "هغه د افغانستان له مظلوم اولس سره د شوروي اتحاد دیرغل او امریکايي اشغال په ضد نه هیریدونکي خدمتونه او ملګرتیا کړې، تل يې حق وینا کوله او د افغان اولس د مظلومیت نعره يې بدرګه کوله."

۸۱ کلن مولانا سمیع الحق د ۱۹۳۷م کال په دسمبر کې د پښتونخوا په اکوړه خټک کې زېږېدلی وو او ټاکل شوې ده چې مړی به یې هم پخپله پلارنۍ خاوره کې خاورو ته سپارل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG