لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د طورخم لار به 24 ګنټې خلاصه وي


شاه محمود قريشي په کابل کې د طالب مشرانو سره ولیدل
شاه محمود قريشي په کابل کې د طالب مشرانو سره ولیدل

د افغانستان دپاره د پاکستان خصوصي استازي محمد صادق ویلي د دواړو ملکونو ترمنځ د طورخم لار به 24 ګنټې خلاصه وي.

محمد صادق د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې وویل افغان تاجرانو دپاره به په طورخم د یوې میاشت ویزه ورکول کېږي.

هغه وویل طورخم دلارې پاکستان ته تلوونکو افغانانو دپاره به د کرونا وایرس معلومولو دپاره د پي سي ار ټېسټ شرط ختم کړی شو.

محمد صادق دا اعلان هم وکړو چې پاکستان به افغانستان سره د پېنځه ارب روپو مالي امداد هم ورکوي.

پاکستاني استازي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفر، تاجرانو ته ویزې او افغانستان سره د مرستې اعلان په داسې ورځ وکړو چې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او داستخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر جنرال فیض حمید اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو د کابل دوره وکړه او د طالب مشرانو سره یې خبرې وکړې.

کابل ته په رسیدو دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په هوایي ډګر شاه محمود قریشي ته تود هرکلی ویلی اؤ وروسته پاکستاني پلاوي د طالبانو د حکومت دمشر یا رئیس الوازرا ملا حسن اخند سره هم لیدنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG