لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د پاکستان نوم د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې بحال پاتې شو


د جمعې په ورځ د فرانس پېرس ښار کې د غونډې وروسته اېف ای ټي اېف په خپله وېب پاڼه وویل ترهګرو د مالی وسایلو او د غیر قانوني پېسو یا مني لانډرنګ د مخنيوي او په خپل مالياتي نظام کې نیمګریتاوې د ختمولو دپاره په 2018 کې پاکستان ته د یوې تګلارې 27 ټکي ورکړی شوي وو
د جمعې په ورځ د فرانس پېرس ښار کې د غونډې وروسته اېف ای ټي اېف په خپله وېب پاڼه وویل ترهګرو د مالی وسایلو او د غیر قانوني پېسو یا مني لانډرنګ د مخنيوي او په خپل مالياتي نظام کې نیمګریتاوې د ختمولو دپاره په 2018 کې پاکستان ته د یوې تګلارې 27 ټکي ورکړی شوي وو

د ترهګرو د مالي وسایلو او د غیرقانوني مالي چارو د مخنیوي نړیوالې ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس، اېف ای ټي اېف، د پاکستان نوم په خپل "ګری لسټ" یا خړ فهرست کې بحال وساتلو.

د پاکستان نوم د 2018 راهسې د اېف ای ټی اېف په خړ فهرست کې شامل دی.

د جمعې په ورځ د فرانس پېرس ښار کې د غونډې وروسته اېف ای ټي اېف په خپله وېب پاڼه وویل ترهګرو د مالی وسایلو او د غیر قانوني پېسو یا مني لانډرنګ د مخنيوي او په خپل مالياتي نظام کې نیمګریتاوې د ختمولو دپاره په 2018 کې پاکستان ته د یوې تګلارې 27 ټکي ورکړی شوي وو.

اېف ای ټي اېف وویل د تګلارې په دغو 27 ټکو کې پاکستان 26 ټکې سر ته رسولي دي او اداره د پاکستان حوصله افزايي کوي چې په پاتې یو ټکي هم "زر ترزره" کار وکړي.

اېف ای ټي اېف وايي د زیاتي څارنې د لاندې هغه ملکونه ساتي چې د غیرقانوني پېسو قانوني کولو د مخینوي، ترهګرو د مالي وسایلو او د پېسو راټولو د مخنیو په لړ کې د ادارې سره چټکې همکارۍ ته تیار وي.

اېف ای ټي اېف په خپله وېب پاڼه وايي کله چې اداره یو ملک د زیاتې څارنې دپاره په خپل فهرست کې شامل کړي نو معنا یې دا وي چې دغه ملک زیاتې څارنې ته رضامندي څرګنده کړې او لوظ کوي چې په چټکتیا به خپلې نېګرتیاوې ختمې کړي.

اېف ای ټي اېف وايي د ادارې د زیاتې څارنې فهرست ته په عامه توګه "ګری لسټ" یا خړ فهرست وېل کېږي.

د پاکستان ترڅنګ ځینې نور اسلامي ملکونه لکه اردن، ترکي، متحده عرب امارات، شام، مراکش، جنوبي سوډان، یمن، البانیه او ځینې نور ملکونو د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې شامل دي.

اېف ای ټی اېف وویل په خړ فهرست کې یې متحده عرب امارت نوی ملک دی.


د اېف ای ټی اېف د مارچ د میاشت د فهرست ترمخه زېمبابوی یوازنی ملک دی چې د ګری لسټ نه یې نوم ووېستل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG