د هند د دفاع د وزیر لخوا د پاکستان خاوره کې د ترهګرو په ضد د عملیاتو د ګواښ په ځواب کې دپاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د هند حکومت ته خبرداری ورکړی چې "که داسې څه لیونتوب یې وکړو نو د خولې په ورماتولو به ځواب ورکړو".
خواجه اصف ویلي هند دې د ټولټاکنو په چکر کې داسې څه حرکت نه کوي چې بیا یې نتیجې لیدلی شي.
د هند د دفاع وزیر رجنات سينګ د جمعې په ورځ سي این این سره خبرو کې ویلي وؤ، په هند کې ترهګري کوونکي ترهګر چې پاکستان ته تښتي، هند به يې په وژلو پسې پاکستان ته ورځي.
د هند د دفاع وزیر دا څرګندونې له هغې يوه ورځ وروسته مخې ته راغلي چې د برتانيې دي ګارډين ورځپاڼې په څلورم اپرېل ویلي وؤ د هند حکومت د کال 2020م راهسې په بهرنۍ خاوره د مېشتو ترهګرو د ختمولو په پراخه پلان کې په پاکستان کې 20 تنه وژلي دي.
ډاڼ ویبپاڼې د پاکستان د دفاع د وزیر له خولې لیکلي، څو کاله وړاندې چې هند د پاکستان په خاوره کې کارروایي وکړه نو انجام یې څه شو؟
هغه ویلي "مونږ د هند الوتکه رانسکوره کړه، پایلوټ مو ورته په خېرات کې بېرته وسپارلو اؤ که بیا یې داسې حرکت وکړو نو هم هغسې ځواب به ورکوؤ لکه مخکې چې مو ورکړی ؤ"
د پاکستان د دفاع وزیر تور لګولی چې هند د ګاونډیو هیوادونو له لارې د پاکستان خاوره کې د ترهګرۍ سرپرستي کوي اؤ پخپله پکې دومره زړورتیا نه شته چې نیغ په نېغه حمله وکړي.
هغه د ګاونډیو ملګونو څخه د کوم ملک نوم نه دی یاد کړی خو پاکستاني چارواکي زیاتره مهال تورونه لګوي چې د پاکستان په خاوره د کېدونکو ترهګریزو بریدونه په افغانستان کې جوړیږي اؤ وایي چې د افغان طالبانو حکومت پخپله خاوره کې ترهګرې ډلې ټي ټي پي ته خوندي ځالې ورکړې دې دي.
د افغان طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي پاکستان د خپلو ناکامیو پړه د دوي د حکومت غاړې ته اچول غواړي.
خواجه اصف ویلي د هند د دفاع وزیر د الیکشن کمپاین له امله داسې "غړمبیږي" خو وایي د الیکشن په چکر کې دې هند داسې څه حرکت ونه کړي چې بیا یې نتیجې زغمل ورپه غاړه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ هم د هند د دفاع د وزیر څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې پاکستان د هر تېري په ضد د خپلې خودمختارۍ تحفظ ته کلک هوډ لري.
هغې ویلي چې نړیواله رورولي باید د هند د ناوړه اؤ غیرقانوني ګامونو محاسبه وکړي.
له دې وړاندې هند [دي ګارډین] ورځپاڼې هغه رپوټ په کلکه رد کړی چې پکې دا تور لګېدلی، هندوستان د خپلې پراخې تګلارې په ترڅ کې ترهګرۍ د ختمولو لپاره په پاکستان کې "هدفي وژنې" کړي دي.
او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د هند د غیرعدالتي او له پولې پورې غاړې د وژنو نېټ ورک یو "نړیوال رجحان" دی او وایي دې ته باید ګډ نړیوال ځواب وویل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت دي ګارډین رپوټ بې بنیاده بللی او رد کړی یې دی ځکه چې وایي دا یې د هېواد د بدنامولو یوه هڅه ده.
ګارډین د اپرېل پر څلورمه په خپل رپوټ کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر ایس جې شنکر د هغه بیان حواله ورکړې چې پکې هغه ویلي په نورو ملکونو کې هدفي وژنې د هند د بهرنۍ تګلارې برخه نه ده.
د ایس جې شنکر دا تردید دي ګارډین په همدغه رپوټ کې شامل دی په کوم کې تور لګېدلی او ويل شوي په 2019م کال کې چې د پلوامه په برید کې 40 کسان و وژل شول هندوستان استخباراتي ادارې [را] له هغه وروسته 20 هدفي وژنې کړي دي.
په رپوټ کې له پاکستانه د تر لاسه شویو ثبوتونو په ګډون د هندوستان او پاکستان د استخباراتي ادارو د کارکوونکو د مرکو حواله هم ورکړل شوې ده.
پاکستان د هند دا تورونه په وار وار په کلکه رد کړي چې ګوندې د هند په خاوره کې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو پر هند یې تورونه لګولي چې په پاکستان خصوصاً په بلوچستان کې د وسلوالو ملاتړ کوي. هند بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
Forum