لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي نړیوالې ټولنې ورسره د سېلابونو په لړ کې د نهه بېلین ډالرو نه د زیاتو مرستو لوظونه وکړل


د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او د اقوام متحده مشر اېنټونیوګوټېرېس په شریکه د غونډې پرانېسته وکړه
د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او د اقوام متحده مشر اېنټونیوګوټېرېس په شریکه د غونډې پرانېسته وکړه

نړیوالې ټولنې د ګل، دوشنبې، په ورځ په جنیوا کې پاکستان سره د نهه بېلین ډالرو نه د زیاتو مالي مرستو ژمنه وکړه چې هېواد پې د تېرکال د تباه کن سېلابونو وروسته د بیا ابادۍ او د بحالۍ کارونه سر ته ورسوي.

په جنیوا کې د نړیوالې غونډې انتظام متحده قومونو او پاکستان په مشترکه ډول کړی و. د کانفرنس مقصد دا و چې د سېلابونو وروسته پاکستان سره نړیوالې مرسته راټوله کړی شي.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او د اقوام متحده مشر اېنټونیوګوټېرېس په شریکه د غونډې پرانېسته وکړه.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، په غونډه کې د دمې په وخت د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب وویل تر دغه وخت پورې کانفرنس کې پاکستان سره د اته اشاریه اووه پنځوس بېلین ډالرو امداد لوظونه وشول، چې د پاکستان د ټاکل شوي هدف نه زیاتې پېسې دي.

د پاکستان اندازه ده چې د سېلابونو نه وروسته په بیا بحالۍ به شپاړس اشاریه دوه بېلین ډالر مصرفېږي او د دغو پېسو نیمه برخه به پاکستان پوره کوي.

د ای پي د رپورټ ترمخه مریم اورنګزیب وویل اسلامي ترقیاتي بېنک به پاکستان ته څلور اشاریه دوه بېلین ډالر، اېشین ډوېلپمنټ بېنک به یو اشاریه پېنځه بېلین ډالر ورکوي، یورپين یونین د ۹۳ مېلین ډالرو لوظ وکړو، جرمني د ۸۸ مېلین ډالرو، چین د سل مېلین ډالرو او جاپان د ۷۷ مېلین ډالرو ژمنه وکړه. د دې نه وړاندې امریکې ويلي وو چې پاکستان ته به د سېلاب د امداد په مد کې نورې یو سل مېلین ډالر ورکوي.

سعودي عرب د یو بېلین ډالرو امداد اعلان وکړو. ای پي وايي د ګل، دوشنبې، د ماسپښین پورې د نورو ملکونو د امداد اعلانونو دوام لرلو.

تېر کال د اوړي په موسم کې په پاکستان کې د سېلابونو دلاسه د ۱۷۰۰ نه زیات کسان مړه شوي او تر اته مېلین پورې خلک بې کوره شوي وو. سېلابونو چې د پاکستان دریمه برخه يې د اوبو دلاندې کړه وه، د سړکونو او هسپتالونو په شان د بنیادي سهولتونو اډاڼې او زراعت ته په پراخه کچه نقصان رسېدلی دی.

ماهرین ګڼي چې پاکستان کې سېلابونه په موسم کې د بدلون نتیجه ده.

د مریم اورنګزیب د اعلان نه وړاندې د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوېټېرېس غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې سېلاب ځپلي پاکستان سره مرسته وکړي.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف غونډې ته وویل د بیا بحالۍ د هلو ځلو دپاره پاکستان شپاړس اشاریه درې بېلین ډالرو ته ضرورت لري چې نیما برخه به یې اسلام اباد خپله پوره کوي.

د جنیوا غونډې ته چې پکې تر ۴۰ پورې ملکونو استازو او د نړیوالو مالیاتي او امدادي ادارو مامورینو شرکت کولو، ګوټېرېس وویل پاکستان د موسمي بدلون تباهۍ او د نړیوال مالیاتي نظام ځپلی دی.

د اسلامي ترقیاتي بېنک صدر محمدالجسیر وویل په اینده څلورو کلونو کې به بېنک پاکستان ته څلور اشاریه دوه بېلین ډالر ورکوي.

د نړیوالې ترقۍ دپاره د امریکې ادارې یواېس اېډ یو چارواکي د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې امریکا به پاکستان سره د یو لس مېلین ډالرو نور امداد کوي. دغه اعلان د یواېس اېډ نایب مشرې اېسوبېل کولمېن د خبریالایانو سره د خبرو په مهال وکړو.

ګوټېرېس وویل د پاکستان ولس په بهادرۍ د سېلابونو مقابله کړې ده او پکار ده چې نړیواله ټولنه هم ورسره په دغه کچه مرسته وکړي چې د اینده دپاره مظبوط پاتې شي. هغه وویل پاکستان یو خوا موسم د ګډوډۍ ځپلی نو بلخوا په اخلاقي لحاظ دیوالیه نړیوال مالیاتي نظام ځپلی دی. هغه غوښتنه وکړه چې داسې لارې چارې د ولټول شي چې ترقي پزیر ملکونه هم په قرضونو کې رعایت او مالي وسایلو ته لاس رسی ولري.

ګوټېرېس وویل موسمي بدلون د مرګ او ژوند خبره ده او په دې خبره مایوسه دی چې نړیوال مشران په لړ کې د ضرورت مطابق اقدامات او سرمایه کاري نه کوي.

د جنیوا غونډې ته چې پکې تر ۴۰ پورې ملکونو استازو او د نړیوالو مالیاتي او امدادي ادارو مامورینو شرکت کولو، ګوټېرېس وویل پاکستان د موسمي بدلون تباهۍ او د نړیوال مالیاتي نظام ځپلی دی
د جنیوا غونډې ته چې پکې تر ۴۰ پورې ملکونو استازو او د نړیوالو مالیاتي او امدادي ادارو مامورینو شرکت کولو، ګوټېرېس وویل پاکستان د موسمي بدلون تباهۍ او د نړیوال مالیاتي نظام ځپلی دی

روېټرز خبري اداره وايي قرضونو د ادا کولو او خوراکي سیان او د توانای د درامد کولو دپاره پاکستان اضافي مالي وسایلو ته ضرورت لري او د جنیوا غونډې په څنډه کې به د پاکستان د خزانې وزیر د نړیوالې مالیاتي اداري ايي اېم اېف یو پلاوي سره ملاقات کوي.

د ايي اېم اېف سره د خبرو په اړه د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف وویل د مالياتي ادارې هر شرط به مني او عملي کوي به يې. هغه وویل د ايي اېم اېف نه یې غوښتلي چې پاکستان ته دې د ساه اخیستلو ځای ورکړی شي.

د سېلابونو وروسته د بیا ابادۍ د ضرورتونو په اړه شهباز شریف وویل چې په اینده دریو کلونو کې به پاکستان اته بېلین ډالرو ته ضرورت لري. هغه وویل نور اته بېلین ډالر به پاکستان خپله برابروي.

روېټرز وايي دلته لوی پوښتنې پرتې دي او هغه دا چې دغه بقایا پېسې به کوم ځایه راځي، په داسې حال کې چې د ابتدايي پړاو بېړني امدادي مرستو ته هم نیم په نیما مالي وسایل ورکړی شوي دي.

د جنیوا په غونډه کې د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران د وډیو دلارې شرکت وکړو او ويې وېل قرضدارانو سره خبرو کې پېرس د اسلام اباد سره مرسته کولی شي. هغه وویل د سېلاب په لړ کې به فرانس پاکستان ته اضافي لس مېلین ډالر ورکوي.

ای پي وايي د سېلابونو وروسته په زرګونو پاکستانیان اوس هم سند او بلوچستان صوبو کې په عارضي پناه ځایونو کې په داسې حال کې د شین اسمان دلاندې ورځې شپې تېروي چې سېلابي اوبه لا ولاړې دي. ماشومانو دپاره د متحده قومونو د خېرښېګړې ادارې یونېسېف د ګل، دوشنبې، په ورځ ویول قریباً څلور مېلین ماشومان د ډنډ شويو سېلابي اوبو سره اوسېږي او د اوبو د خيچن والي له امله يې ژوندونه د خطر سره مخامخ کيږی.

ای پي وايي په نړیوال تودوخي کې د پاکستان کردار د نيشت برابر دی او د ترقي یافته ملکونو برعکس پاکستان د یو فیصد نه هم کم کاربن ډای اکسایډ ګېس فضا ته لېږي چې په فضا کې د ایسارېدو له امله یې تودوخی زیاتېږي. په نژدو کلونو کې پاکستان د سختي ګرمۍ ښکار شوی، په غرونو يې د واورې ګلېشیرې په چټکتیا وېلي شوي او د سمندر سطح یې پورته شوي ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG