لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډار: د ایران صدر به اینده هفته د پاکستان دوره کوي


د مارچ د ۲۴ نېټې په دې تصویر کې رییسي لیدل کېږي چې د صدارتي ماڼۍ نه قوم ته خطاب کوي
د مارچ د ۲۴ نېټې په دې تصویر کې رییسي لیدل کېږي چې د صدارتي ماڼۍ نه قوم ته خطاب کوي

د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار ویلي د ایران صدر ابراهیم رییسي به د وړاندې ټاکل شوي پروګرام سره سم اینده هفته د پاکستان دوره کوي. ایرانی صدر به د پاکستان سفر په داسې حال کې کوي چې په اسرایل د ایران د حملې وروسته په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ډار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل رییسي به د اپرېل په ۲۲ نېټه د دریو ورځو په سفر پاکستان ته ورسېږي.

ډار د ایراني صدر د دورې په اړه نور څه تفصیل شریک نه کړو خو داسې ښکاري چې پاکستان ته د ریيسي تګ د هغو کوښښونو برخه ده چې دواړه ملکونه یې تعلق د ښه کولو دپاره کوي.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د دواړو ګاونډیانو تعلقات پس له دې د جنجال ښکار شول چې ایران او پاکستان د یو بل په خاور د مبینه وسله والو خلاف حملې وکړې.

د شخړې وروسته دواړو ملکونو خپل منځو کې د همکارۍ زیاتولو لوظ وکړو.

پاکستان ته د ایراني صدر د دورې په اړه د ډار د اعلان نه څو ورځې مخکې ایران په وړمبي ځل د خپلې خاورې نه په اسرایل د مزایلو او ډرون حمله کړې ده. زیاتره مزایل او ډرون د اسرایل د دفاعي نظام خپله او نورو اتحادي ملکونو تباه کړي دي. اسرایل وايي د حملې جواب به ورکوي.

ایران ویلي د خالي، شنبې، په ورځ په اسرایل یې حمله د اپرېل په وړمبۍ نېټه د شام په سرښار دمشق کې د ایران په کونسلخانې د اسرایل د هوايي حملې په بدل کې کړې. د ایران په سفارتي ودانۍ حمله کې د ایران ځینې لوړ رتبه پوځي چارواکي وژل شوي دي.

پاکستان په هغو ملکونو کې شامل دی چې د فلسطیني ریاست د قیام په مسله د اسرایل سره سفارتي تعلقات نه لري. ډار وویل پاکستان غواړي چې د فلسطینیانو مسله دې د متحده قومونو د قراردادونو په مطابق حل کړی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG