لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د افغان موقتي حکومت نه د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د مرستې تمه لرو


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ  د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [دويمه فرورۍ] اوونيزه خبري غونډې ته وویل "زمونږ بې ګناه خلک وژل کيږي دا جدي يا سنجيده اخلو او د ګاونډيانو نه هم دغه ډول تمه لرو".
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ  د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [دويمه فرورۍ] اوونيزه خبري غونډې ته وویل "زمونږ بې ګناه خلک وژل کيږي دا جدي يا سنجيده اخلو او د ګاونډيانو نه هم دغه ډول تمه لرو".

پاکستان ويلي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د موقتي حکومت نه تمه لري چې د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې د پاکستان "مخلصانه همکاري وکړي او کابل په دغه برخه کې د نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي".

دغه خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [دويمه فرورۍ] اوونيزه خبري غونډه کې کړې ده.

هغې ویلي، "زمونږ بې ګناه خلک وژل کيږي دا جدي يا سنجيده اخلو او د ګاونډيانو نه هم دغه ډول تمه لرو".

بلوڅ زياته کړې "ترهګري د پاکستان او افغانستان دواړو دپاره ګډ ګواښ دی، مونږ بايد د هغو خلکو په ضد په کلکه ګامونه پوره کړو څوک چې د تشدد د لارې بې ګناه خلک او قانوني نافذونکې ادارې په نخښه کوي".

زهرا بلوڅ دغه خبره په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بيان په تړاو شوې پوښتنې ته په ځواب کې کړې ده.

په پېښور کې په 30م جنورۍ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د ځانمرګي بريد وروسته چې پکې د 100 نه زیات کسان وژل شوي د پاکستان د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو تور لګولی وو،چې د دغه بريد لپاره وسله والو پاکستاني طالبانو د افغانستان خاوره کارولې وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دغه توردر کړی وو چې ګواکې د پېښور په چاودنه کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده او ويلي يې وو پاکستان دې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته نه نیسي او کورنۍ پلټنې دې یې وکړي.

د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري پرون د زيارت/پنجشنبې په ورځ ويلي، په پوليس لاین کې دننه په جومات کې ځانمرګی بريد شوی، " خودکش مو معلوم کړی دی په کېمره کې مې ليدلی دی هغه په پولیس جامه کې دی د پوليسو جېکټ او هېلمټ یې اغوستي دي په موټر سايکل راغلی دی موټر سايکل مو معلوم کړی دی".

په ياد بريد کې د وژنو شمېره 102 ته رسېدلې ده.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي، د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د دې زمه واري منلې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د جنورۍ پر 31مه قومي اسمبلۍ ته په وینا کې ويلي وو، چې افغان طالبانو د دوحې په تړون کې ویلي چې د افغانستان خاوره به د ګاونډيانو په ضد کارول کېدو ته نه پرېږدي خو وایي د پېښور په برید کې ترې کار واخیستل شو.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي بيا ويلي وو حکومت یې د سیمې په ګډون ټولۍ نړۍ او ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

هغه د پاکستان د مرکزي وزیرانو خبرو ته په اشارې سره ويلي وو چې د پېښور چاودنې په اړه دې کره پلټنه وکړي او خپله ذمه واري دې پر بل چا نه ور اچوي.په سوشل مېډیا شریک شوي د متقي د تقریر په یوه برخه کې هغه وايي چې پاکستان دې د خبل بام واوره د بل چا په بام نه وراچوي او د پېښې تحقیقات دې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ویلي، پاکستان د ترهګرۍ د نوغي ويستو او هر وګړي تحفظ ته ژمن دی.

هغې زياته کړې "پاکستان په تورونو لګولو يقین نه ساتي او هيله لري چې هيڅ يو ملک به خپله خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره استعمالېدو ته پرې نه ږدي".

زهرا بلوڅ ويلي، "وخت راغلی چې د نړيوالې ټولنې او پاکستان سره کړې ژمنې په اخلاص او روغ نیت په کلکو اقداماتو سره پوره کړي".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانولخوا د زهرا بلوڅ څرګندونو ته سمدستي ګوم غبرګون نه دی ویل شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG