لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي سمندري پوځ یې د هندوستان د ابدوز مخه نیولي وه


يو پاکستانی خبریال هغه وډیو ګوري چې د پاکستان په قول د هندوستان ابدوز پکې لیدل کېږي. دا تصویر ای اېف پي خبري ادارې خپور کړی دی
يو پاکستانی خبریال هغه وډیو ګوري چې د پاکستان په قول د هندوستان ابدوز پکې لیدل کېږي. دا تصویر ای اېف پي خبري ادارې خپور کړی دی

پاکستان ویلي سمندري پوځ یې د هندوستان د هغه ابدوز مخه نیولي وه چې د پاکستان سمندري سرحد ته داخل شوی و.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د پاکستان پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې دغه پېښه د خالي شنبې، په ورځ شوي وه.

د وي او ای رپورټ وايي هندوستان په سمدستي ډول د پاکستاني پوځ په بیان څه دریځ نه دی څرګند کړی.

هندوستان او پاکستان وخت په وخت په یو بل د سرحد د خلاف ورزۍ الزامات پورې کوي.

د وي او ای رپورټ وايي په سمندر کې د دواړو ملکونو ځواکونو د یو بل سره د مخامخ کېدلو پېښې ډیرې نه کېږي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار په خپل بیان کې وویل دا دریم ځل دی چې د پاکستان نېوي (سمندري پوځ) د اوږدې فاصلې پورې څارنه کوونکي هوايي جهاز د هندوستان د سمندري پوځ ابدزو معلوم کړی دی.

د وي او ای رپورټ وايي د پاکستان او هندوستان ترمنځ په موجوده وخت کې د کشمیر په سر د تاوتریخوالي کچه لوړه ده. په اېټمي وسلو سنبال دواړه ملکونه په شمېر د ملکیت دعوه لري.

د پاکستان پوځ وویل د امنیت په موجوده حالاتو کې یې د پاکستان سمندري سرحد د تحفظ دپاره یې د څارنې سخت انتظامات په ځای کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د دې نه وړاندې پاکستان په 2019 او په 2016 کې ویلي وو چې د هندوستان سمندري پوځ د پاکستان علاقې ته داخل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG