لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په اېران ځوابي برید کې د ترهګرو د وژلو دعوا کړې دی


یو تن په پاکستاني ټېلې وېژن په د ایران دننه د پاکستان د حملې خبر ګوري
یو تن په پاکستاني ټېلې وېژن په د ایران دننه د پاکستان د حملې خبر ګوري

د پاکستان خارجه دفتر وايي د ایران په سیستان-بلوچستان صوبه کې یې د زیارت/پنجشنبې په سهر د ترهګرو اډې په نښه کړې دي.

ایران د پاکستان د ځوابي حملې په اړه تر اوسه څه ویلي نه دي خو پاکستان په ظاهره دغه برید یا بریدونه 48 ساعته وړاندې په پاکستان کې د تندلارې بېلتون غوښتونکې جېش العدل په اډو د بریدونو وروسته کړې دي.

ایراني رسنیو په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې دعوې کړيدي.

د مطبوعاتو تر مخه، د ایران د سیستان- بلوچستان د ګورنر مرستیال امنیتي چارواکي ویلي چې په سراوان کې په چاودنو کې "درې ښځې او څلور ماشومان" وژل شوي دي.


پاکستان او ایران دواړو په تېرو دواو ورځو کې دا بریدونه د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو بلوچانو په سیمو کې کړي دي.

پاکستان وايي د "مرګ بر سرمچار" په نامه عملیات یې د اېران په سیستان-بلوچستان کې کړي دي. او د دې وړاندې اېران د پاکستان په نا ارامه بلوچستان صوبه کې په توغندیو د جېش العدل اډې په نښه کړې وې.

د پاکستان خارجه دفتر په اېران کې د بریدونو په اړه دا تفصیل نه دی ورکړی چې ایا پاکستان د ترهګرو يادې اډې په توغندیو (میزایلونو) وېشتي او که نا جنګي جهازونه یې کارولي دي.

د اېف پي خبري اژانس د رپورټ له مخې، استخباراتي چارواکي دعوا کوي چې له پاکستان سره د ایران په سرحدي سیمه کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د دې ورړاندې رویټرز ویلي وو چې ایران د نهې، سه شنبې، په ورځ په پاکستان کې د جېش العدل نومې وسله والې ډلې دوه مرکزونه یې په مزایلو تباه کړي.

رویټرز خبري ادارې دغه خبر د ایران د حکومتي مطبوعاتو له قوله ورکړی دی.

د رپورټ ترمخه، په تېرو وختونو کې جېش العدل د پاکستان سره په پوله د ایران په سرحدي سیمو کې په ایراني ځواکونو د حملو ذمه وارۍ منلې دي.

تیره ورځ پاکستان د ایران څخه خپل سفیر بېرته بللی وو، په اسلام اباد کې ایراني سفیر ته يې ملک نه د وتلو امر کړی وو او ایران سره يې رسمي دورې منسوخ کړي دي.

امریکا په پاکستان کې د ایران ترسره شوی برید غندلی او په دغه برید کې یې ملکي خلکو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشینې ښودلې.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته د اېمل له لیارې په ځواب کې ویلي، چې دا په تېرو دوو ورځو کې د ایران لخوا په یوه ګاونډي باندې دریم برید دی.‌

جندالله په 2003م کال وجود ښکاره کړی وو. دغه تنظيم په لومړيو کې د جندالله په نامه وو چې د عبدالمالک رېکي په نامه کمانډر په مشري کې يې د ايران حکومت او شيعه اکثريت پر ضد وسلوال فعالیت کاوہ.

په کال 2010م کې ايران د جندالله مشر عبدالمالک رېکي ګرفتار کړ او هغه ته يې په هغه کال په ايران کې د ترهګري کولو په تور پانسۍ ورکړه.

ياد تنظيم هغه وخت دعوه کړې وه چې دوی په ايران خصوصاً په سېستان بلوچستان کې د سني بلوڅانو د عقيدې، کلتور او حقوقو د خونديتوب لپاره کار کوي او غواړي پراخ حقونه ولري.

د عبدالمالک رېکي له زېندۍ کېدو وروسته د هغه ورور عبدالروف رېکي د النصر په نامه تنظيم اعلان کړ او د عبدالمالک رېکي تنظيمي ملګرو په کال 2012م کې خپل نوم له جندالله څخه په جیش العدل باندې بدل کړ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG