لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایشيایي ترقياتي بنک سره دپور لوظنامه،دپاکستان داقتصاد وزیر داقتصادي‌سقوط اندېښنې رد کړي


اسلام اباد کې خبري غونډې ته نوموړي ویلي د پاکستان حکومت د ایشيایي ترقياتي بنک سره هم نن د 2.7 ارب ډالرو د قرض لوظنامه لاسلیک کړې چې ښايي ايشايي بنک د پاکستان په اقتصاد باور لري او ګڼي چې د پاکستان اقتصاد د دېواليه کېدو لوري ته نه دی روان
اسلام اباد کې خبري غونډې ته نوموړي ویلي د پاکستان حکومت د ایشيایي ترقياتي بنک سره هم نن د 2.7 ارب ډالرو د قرض لوظنامه لاسلیک کړې چې ښايي ايشايي بنک د پاکستان په اقتصاد باور لري او ګڼي چې د پاکستان اقتصاد د دېواليه کېدو لوري ته نه دی روان

دپاکستان د اقتصادي او سیاسي چارو مرکزي وزیر سردار ایاز صادق هغه اندېښنې رد کړي چې ګواکې پاکستان په اقتصادي توګه سقوط کولی شي.

اسلام اباد کې خبري غونډې ته نوموړي ویلي د پاکستان حکومت د ایشيایي ترقياتي بنک سره هم نن د 2.7 ارب ډالرو د قرض لوظنامه لاسلیک کړې چې ښايي ايشايي بنک د پاکستان په اقتصاد باور لري او ګڼي چې د پاکستان اقتصاد د دېواليه کېدو لوري ته نه دی روان.

اېشايي پرمختيايي بنک د کال 2022م په خپل ايشايي اوټ لوک رپورټ کې اټکل کړی چې په مالي کال 2023م کې به د پاکستان دننه ګراني لا نوره هم زياتېږي او ګمان کوي چې د وروستيو سېلابونو له کبله ددې هېواد اقتصاد ته د رسېدلي نقصان له له وجې به یې د اقتصادي ودې کچه هم ټيټه وي.

ښاغلي سردار ایاز صادق دپاکستان داقتصادي سقوط تاثر په داسې حال کې رد کړی چې پاکستان د بهر ملکي زر مبادلې د غورځېدونکې ذخېرې ،بجټ او تجارتي خسارو ترڅنګ د کم قدره روپۍ د ستونزو سره مخامخ دی.

اسلام اباد کې د خبري غونډې په مهال د ښاغلي ایاز صادق وېنا وه چې د اېشيايي ترقياتي بنک سره د 2.7 اربو ډالرو لاسلیک کړی شوې لوظنامه ښایي چې بنک د هېواد په اقتصادي وضعیت باور لري.

ښاغلي صادق وویل "دا چې کوم تاثر خپرول کېږي چې ګنې هېواد د اقتصادي سقوط لوري ته روان دی. داسې کومه خطره نشته او که داسې وای نو نن به زمونږ سره اېشايي ترقياتي بنک د قرض تړون نه لاسلیک کوو"

ښکاره دې وي حکومت مخالف تحریک انصاف ګوند او ځنې اقتصادي پوهان په پرله پسې توګه د هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي او د اقتصادي سقوط اټکلونه کوي.

د خزانې پخوانی وزیر او کارپوهه ښاغلی حفيظ پاشا وايي د هېواد مالي حالات سم نه دی او ډيوه سره خبرو کې زياتوي که د بهر څخه د پېسو راتلل پیل نه شول نو د سقوط ویره ده.

وايي د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرې تېره اوونۍ 6.7 ارب ډالره پاتې شوې دي چې د يوې مياشتې د درامداتو لپاره هم پوره نه دي.

حفيظ پاشا وايي که په راتلونکي مالي کال 2023م کې د پاکستان اقتصاد د ټول قامي پېداوار هدف يو فيصدي ته ورسي نو توره به وي ولې چې دوروستیو سېلابونو له امله اقتصاد سخت ځپل شوی دی او که غواړو چې د پېداوار کچه زياته شي نو برامدات به سېوا کول وي خو اوس ددې ګنجايش هم نه دی پاتې او د اقتصاد ساه بنده ده.

دپاکستان د سرکاري رپورټ ترمخه وروستي سېلاب د هېواد اقتصاد ته د 42 اربو ډالرو زيان رسولی دی.

اېشيايي ترقياتي بنک د اېشيايي سيمې لپاره د کال 2022 په خپل تازه راپور کې اټکل کړی چې په راتلونکو مياشتو کې به د پاکستان دننه د افراط زر یا ګرانې کچه نوره هم لوړه وي او وايي د ډالر په مقابله کې به د پاکستاني روپۍ قدر نور ټيټېږي.

دبنک د رپورټ ترمخه په دې هېواد کې به د توانايۍ بیې نورې هم سېوا کېږي او د سېلاب له کبله د فصلونو کروندې نه کېدو له کبله به یې د ټول قامي پېداوار کچه هم په قلاره وي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د ګرانۍ کچه د 26 فيصدي څخه زياته شوې ده.

دپاکستان انسټي ټيوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس څېړنکار شاهد محمود ډيوه سره خبرو کې وايي د ایشایي ترقياتي بنک ددې اټکل سره اتفاق نه لري چې وايي په راتلونکي کې به د روپۍ قدر نور کمېږي.

ښاغلی شاهد محمود وايي د پاکستان حکومت هيله لري چې راتلونکي کال جنورۍ او د مارچ ترمنځ موده کې به پاکستان ته ډالرې راځي،اېشيايي ترقياتي بنک،نړیوال بانک نه هم پېسې راځي او کېدای شي چې نړیواله مالياتي اداره به پاکستان ته د 1.7 اربه ډالرو قسط جاري کړي او چې کله دا پسې راشي نو امکان دې روپۍ په اوسني قدر ودرېږي.

د یادونې وړ ده چې دپاکستاني روپۍ په مقابله کې د ډالر په قدر کې په پرله پسې توګه اضافه روانه ده او تېره ورځ په بنک کې يو امريکايي ډالر په 224 روپۍ پلورل کيدو او مطبوعاتي رپورټونه وايي نن د زيارت په ورځ د کراچۍ د ونډو بازار هم د مندۍ ښکار او په دې کې د 600 پواېنټونو څخه زيات کمی ليدل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG