لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي افغانستان باور ورکړی چې خاوره به یې د پاکستان په ضد نه کارول کیږي


څېړونکي د جولاې په 2مه نېټه دوحه کې د افغانستان په اړه د ترسره شوي کانفرنس په څنډه کې د طالب مشرانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ لېدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو په اړه مهم ګام بولي
څېړونکي د جولاې په 2مه نېټه دوحه کې د افغانستان په اړه د ترسره شوي کانفرنس په څنډه کې د طالب مشرانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ لېدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو په اړه مهم ګام بولي

پاکستان ویلي، په افغانستان واکمنو طالب چارواکو باور ورکړی چې د افغانستان مځکه به د پاکستان په ګډون د هیڅ یو هیواد پرضد نه کارول کیږي خو پاکستان ګڼي چې په دغه باورونو د عمل کولو وخت رارسېدلی دی.

څېړونکي د جولاې په 2مه نېټه دوحه کې د افغانستان په اړه د ترسره شوي کانفرنس په څنډه کې د طالب مشرانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ لېدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو په اړه مهم ګام بولي.

د برتانوي خبرى ادارې انډيپنډنټ اردو سره خبرو کې د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ ویلي، د افغانستان مځکه د پاکستان په ګډون د بل کوم ملک پرضد د ترهګريزو بریدونو دپاره کارېدل نه ده پکار او په دې اړه وروستو کې د دوحې په کانفرانس کې ذبيح الله مجاهد باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه کارول کیږي.

ممتاز زهره بلوچ وویل که څه هم طالب چارواکو باور ورکړی خو وايي مونږ ګڼو وخت راغلی دی چې دا باورونه باید عملي کړل شي.

د افغانستان او د امنیت د چارو ماهران وايي په دوحه کې د افغانستان دپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني او طالب چارواکو ترمنځ خبرې او ناسته يو غوره پرمختګ دی خو وایي دا به کافي نه وي.

خبریال حق نواز خان ډیوه ته وایي، پکار وه چې په دوحه کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو لخوا با اختياره کمېشن یا داسې کمېټۍ جوړې کړی شوې وې چې کومې ستونزې مخې ته راځي چې په هغې په کې خبرې کېدلې.

هغه وایي "لکه چې پخوا څنګه د پاکستان، افغانستان او امریکا درې اړخيزه کاري ډلې وې، دغسې اوس باید د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ یو کمیشن وجود ولري، داسې نه ده پکار چې تشې خبرې وشي او بيا وروسته څه نه وي ولې چې د ترهګرۍ په موضوع دا وخت د پاکستان او افغانستان په درېځ کې فرق ډېر دی او تاوتریخوالي داسې په اسانه نه ختمېږي"

د پاکستان او افغانستان تر منځ تاوتریخوالي سږکال اګست کې له هغې وروسته خپلې انتها ته ورسېدو چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ترهګر برېدونو کې د 7 پاکستاني عسکرو د وژل کېدو نه وروسته پاکستان په افغانستان کې دننه د تحريک طالبان پاکستان ځالې په نښه کړې.

د پاکستان سياسي او پوځي مشران تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې مرکزونه لري او د برېدونو لپاره د ډيورنډ له کرښې وراوړي.

په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وايي پاکستان په کور دننه د امنيت پړه پر افغانستان نه شي اچولی.

تېره ورځ د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د شانګهاي د همکارۍ سازمان سر ټولنې ته په وینا کې ویلي وؤ چي بايد افغانستان د ترهګرۍ ضد کوټلي ګامونه پورته کړي چې ځمکه یې د بل کوم هېواد په ضد د ترهګرۍ دپاره استعمال نه شي.

څېړونکي وايي په افغانستان واکمن طالبان به چېرې هم په کور دننه دتحريک طالبان پاکستان د وسله وال خلاف کوټلي ګامونه پورته نه کړي.

د فاټا ريسرچ سنټر څېړنکار منصور خان مسید ډیوه سره خبرو کې وایي ،افغان طالب ويریږي که په پاکستان مخالف وسله والو باندې بنديزونه ولګوي او په پاکستان کې یې د حملو کولو څخه منعې کړي نو هغوي ګڼي هسې نه چې د ټي ټي پي وسله وال د داعش په ليکو کې شامل شي او که دغه وسله وال د داعش لوري ته لاړل نو دغه ډله به خورا مضبوط شي ځکه چې ټي ټي پي هم يو پياوړې قوت دی .

په دې وروستیو کې پاکستان د ترهګرۍ ضد د عزم استحکام په نامه د نوو پوځي عملیاتو پېل کولو اعلان کړی او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان په خاوره کې هم د ترهګر ډلو د په نخښه کولو ګواښ کړی دی.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د خواجه اصف بېان ته خپل غبرګون کې ویلي وو چې هر بهرني برید ته به کوټلی ځواب ورکوي.

د څېړنې او شخړو د مطالعې غېر دولتي مرکز سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز پخپل وروستي رپورټ کې ويلي په تېرو دريوؤ میاشتو کې په ګرد هېواد کې ترهګريزو پېښو کې 92 فيصد مرګ ژوبلې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي او په دغه موده کې د پوځ د يو کپتان پشمول 65 پوځيان او د دوو پوليس افسرانو په ګډون 31 پوليس اهلکار وژل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG