د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو لپاره پر ټولو ممکنه لارو چارو باندې غور کوي، خو اوس لا د هغو کډوالو د ایستلو کوم پلان نه لري چې افغان کارډونه (اې سي سي) لري.
د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د رویټرز خبري ایجنسۍ خبریالې شارلټ ګرینفیلډ د خبري غونډې په مهال د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پوښتنه وکړه چې آیا اسلام اباد د بهرنیانو د ایستلو دویم پړاو پیلوي، په ځانګړې توګه پي او آر او اې سي سي کارډ لرونکي افغان کډوال به اغېزمن کړي که نه؟ ممتاز زهرا یې په جواب کې وویل اوس مهال ددغو کارډ لرونکو کډوالو د ایستلو پلان نه شته:
"زه غواړم دا خبره په ګوته کړم چې پاکستاني چارواکي د ټولو غیرقانوني مېشتو کډوالو د ایستلو د پلان پر ټولو اړخونو غور کوي او اوس مهال د افغان کارډ (اې سي سي) لرونکو د ایستلو پلان نه شته. کله چې په دې اړه پریکړه وشي اړوندې ادارې به یې اعلان کړي".
څو ورځې مخکې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی وو چې د پاکستان حکومت د قانوني اسناد نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیلوي او په دې لړ کې به د افغان کارډ (اې سي سي) لرونکي کډوال هم خپل هیواد ته ستانه کړي.
د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې تازه سپیناوي ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د پاکستان له حکومته غوښتي چې له دې هیواده د افغان کډوالو د ستنولو په تړاو دې یواړخیزه پرېکړه ونه کړي.
ملګرو ملتونو تمه څرګنده کړې چې کېدای شي تر جولای میاشتې پورې 7,20000 قانوني اسنادو نه لرونکي کډوال او 50,000 نور په پاکستان کې د پي او آر په نوم کارډ لرونکي کډوال افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان لنډ مهاله حکومت د تېر کال د اکتوبر په پیل کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو پروګرام اعلان کړی وو او د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه 5,47000 افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو ادارې (یو این ایم اې ایس) په روانه اوونې کې ویلي وو، هغه افغان کډوال چې له پاکستانه افغانستان ته ستنیږي په خپل هېواد کې د بیا مېشتېدو پر مهال د ماینونو او چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر د شمېر له مخې په پاکستان کې تر اوسه 2.18 میلینه افغانان د کډوالۍ قانوني اسناد لري، وایي 1.3 میلینه د پي او آر رجسټر شوي کارډونه لري او تر 8,80,000 زیات کسان د لنډمهاله اوسدو افغان اې سي سي کارډونه لري.
د کډوالو اداره وايي، د 2021م په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږو لکو تر اته لکه پورې نور افغانان هم پاکستان ته کډه شوي او ګڼ شمېر یې د اوسېدو قانوني اسناد لري چې له کبله یې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.
Forum