لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:  په ایمن الظواهري شوې ډرون حمله کې دپاکستان دحدودو د کارؤل کېدو هیڅ ثبوت نه شته


مطبوعاتو ته داحوال تېرولو په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند عاصم افتخار ویلي داسې هیڅ ثبوت نشته چې ګنې په کابل شوي ډرون برید کې دپاکستان خاوره کارول شوې ده

په مطبوعاتو کې ددې رپورټونو مخې ته له راتلو وروسته چې ګنې کابل کې دالقاعده په مشر ايمن الظواهري برید کوونکی ډرون دپاکستان له خاورې پورته شوی، پاکستان ویلي داسې هیڅ ثبوت یې نه دی موندلی چې دغه ډرون برید کې دپاکستان خاوره کارول شوې ده.

مطبوعاتو ته داحوال تېرولو په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند عاصم افتخار ویلي داسې هیڅ ثبوت نشته چې ګنې په کابل شوي ډرون برید کې دپاکستان خاوره کارول شوې ده.

تر دې وړاندې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم ویلي وؤ "په ايمن الظواهري پسې امريکايي ډرون د پاکستان څخه نه ؤ تللی، هغه څنګه وژل شوی، هغه چرته ؤ؟ په دې باندې د افغانستان او امريکا ترمنځ خبره پکار ده"

دا په داسې حال کې ده چې دامریکا صدر جوباییډن داګسټ په وړومبۍ نیټه کابل کې په شوي یو ډرون برید کې دالقاعده دمشر ایمن الظوهري د وژنې پخلی کړی اؤ ویلي یې وؤ‌ چې ددې برید منظوري هغه ورکړې وه.

طالبانو لا تر دې دمه په رسمي توګه ډرون برید کې دایمن الظواهري د وژل کیدو پخلی نه دی کړی خو د شورو یا چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د وزيراعظم د مرستيال ملا عبدالسلام حنفي نه خبريالانو پوښتنه کړې وه چې د امریکا په ډرون برید کې د ایمن الظواهري د وژنې په اړه څه وایي، هغه یې ځواب کې ویلي وؤ‌:

"مونږ تر اوسه په دې اړه تفصیلي معلومات نه لرو، ټول هغه څه چې موږ ترې خبر یو هغه دا دي چې دلته یو ډرون برید شوی دی او زموږ اسلامي امارت [طالبان] یې په کلکه غندنه کوي"

د پاکستان خارجه وزارت د اګست په دویمه نېټه پخپل یو بیان کې ویلي وؤ پاکستاني مامورینو په افغانستان کې د "ترهګرۍ ضد" عملیاتو په اړه د امریکې رسمي بیان او مطبوعاتي رپورټونه لیدلي دي، پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي، د ترهګرۍ خلاف د پاکستان "قربانۍ" هرچا ته معلومې دي او دا چې د نړیوالو قوانینو او د متحده قومونو د اړونده قراردادونو سره سم پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره تیار دی.

دپاکستان د خارجه وزارت په بیان کې د الظواهري نوم نه ؤ اخیستل شوی او نه هم دا وېل شوي وؤ چې په افغانستان کې د امریکې د ترهګرۍ ضد عملیات هدف څوک یا کومه ډله وه؟

تر دې وړاندې د انساني حقونو دپاره د پاکستان پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري په ټویټر پوښتنه راپورته کړې وه چې ایا په الظواهري د حملې دپاره د پاکستان فضايي حدود کارول شوي دي؟

هغې ویلي وؤ چې امریکايي ډرون د خليج د لوري افغانستان ته تللی دی، او که چېرې دا وګڼل شي چې پاکستان امریکي ته پوخي اډې نه دي ورکړي ( او یا دې حکومت په پټه ورکړي وي) نو بیا امریکايي ډرون د کوم ملک په فضايي حدودو کې پرواز وکړو؟ ایران امریکايي پوځ ته اجازت نه ورکوي نو بیا ایا د پاکستان فضايي حدود استعمال شول؟

خو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند عاصم افتخار د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته واضحه کړه چې په دغه ډرون برید کې دپاکستان دحدودو کارؤل کیدو هیڅ ثبوت نه دی موندل شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG