لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ کې نن د نقیب مسید د مقدمې اورونه کیږي


د پاکستان په ستر عدالت یا سپریم کورټ کې نن (ګل/ دوشنبې) په ورځ په کراچې کې د پولیسو په نقلي مقابله کې وژل شوي ځوان نقیب الله مسید د قضېې اورونه کیږي.

په ستر عدالت کې د دغه مقدمې وروستۍ اورونه د فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شوې وه. په دغه اورونه کې د پاکستان ستر قاضي ثاقب نثار پولیس افسر راو انوار ته په نه حاضیریدو د عدالت د سپکاوي نوټس هم ورکړی وو.

په تیره اورونه کې د پاکستان چیف جسټس ثاقب نثار پولیس افسر راو انوار ته امر کړی وو چې عدالت ته دې حاضر شي، خو راو انوار نه خو عدالت ته وړاندې شوی او نه تر اوسه د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو د هغه درک معلوم کړی.

۲۷ کلن نقیب الله مسید د جنورۍ په دریمه نېټه په کراچۍ ښار کې د پولیسو لخوا تښتول شوی وو بیا په ۱۳مه جنورۍ د هغه مړی هم په کراچۍ ښار کې وموندل شو.

د پنجشنبې، زیارت په ورځ په اسلام اباد کې د نقیب الله مسید پلار محمد خان او د پښتنو لوې جرګې دهړکه ورکړې وه، که راو انوار عدالت ته وړاندې نه شو نو دوي به په ټول پاکستان کې احتجاج شورو کوي.

دغه لوې جرګې په اسلام اباد کې د حکومت نه غوښتلي وو چې د جنورۍ په میاشت کې د پښتون لاریون سره د حکومت لخوا شوې ژمنې دې پوره کړی شي. د پښتنو لوې جرګې د پاکستان سترې محکمې نه د پخوانی پولیسو افسر راو انوار، عدالت ته پیشۍ یقیني کولو غوښتنه کړې هم وه.

په اسلام اباد کې د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت د نقیب مسید پلار محمد خان ویلي: "نقیب مسید د ټول قام بچې دې او د پاکستان اولس د هغه د بیګناهۍ ثبوت ورکوي. ما په دې اړه پولیسو ته رپورټ کړې او د عدالت نه هیله لرم چې د راو انوار د پیشۍ او په دې چلیدونکې مقدمه کښې به انصاف کوي".

څیړونکي ګني د راو انوار پحقله پاکستان کښې دا اندازې چې پخواني پولیسو افسر سره د ریاست د پټو لاسونو مرستې د وخت تیریدو سره په شک کښې بدلې شوې، او اوس دغه شکونه په پوخ یقین کې بدل شوې چې راو انوار پسې تکل کول د وخت ضاېعه کول دي.

د روانې میاشتې په دویمه نېټه د پاکستان مرکزي تحقیقاتي ادارې اېف اېي ای د راو انوار په اړه ویلي وو هغه د هیواد نه بهر نه دی وتلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG