لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان سپریم کورټ وايي د عدالت د فېصلې غلط خبر په سبب غلط فهمۍ د پېدا کولو کوښښ کېږي
تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ وايي د عدالت د فېصلې غلط خبر په سبب غلط فهمۍ د پېدا کولو کوښښ کېږي


سپریم کورټ وویل افسوس په دې خبره دی چې په داسې مقدمو کې جذبات راپارېږي خو ایین هر شهري ته په خپل مذهب د عمل کولو حق ورکوي
سپریم کورټ وویل افسوس په دې خبره دی چې په داسې مقدمو کې جذبات راپارېږي خو ایین هر شهري ته په خپل مذهب د عمل کولو حق ورکوي

د پاکستان سپریم کورټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د عدالت د یوې فېصلې په اړه د غلط خبر لارې کوښښ کېږي چې غلط فهمۍ پېدا کړی شي.

سپریم کورټ وویل داسې تاثر ورکول کېږي چې سپریم کورټ په خپله فېصله کې د ایین په دویم ترمیم کې د مسلمان د تعریف یا د تشریح نه انحراف کړی دی.

عدالت وویل دغه تاثر بالکل غلط دی.

د وي او ای اردو څانګې د خبر ترمخه، د سپریم کورټ مشر چیف جسټس قاضي فایر عیسا او د جسټس مسرت هلالي دوه کسیزه بېنج په ورستیو ورځو کې په یوه مقدمه په خپله فېصله کې د مبارک احمد ثاني نومې تن په ضمانت د ازادېدو امر وکړو. د ثاني تعلق د احمدي ټولنې سره دی.

سپریم کورټ په خپله اعلامیه کې وویل د ریاست په ضد د مبارک احمد ثاني په مقدمه فېصله کې عدالت ویلي وو چې که چېرې د اېف ايي ار الزمات صحیح هم ومنل شي نو بیا هم د دغو مادو اصلاق په هغه نه کېږي.

سپریم کورټ په خپله اعلامیه کې وویل چې د ممنونه کتابونو په شایع کولو تر ټولو زیاته سزا شپږمیاشتې قېد دی خو ملزم د وړاندې څخه یو کال په جېل کې تېر کړی دی نو سپریم کورټ د اييني مادو، اسلامي احکاماتو او د انصاف د تقاضو سر سم د ملزم د ازادولو حکم وکړو.

سپریم کورټ وویل افسوس په دې خبره دی چې په داسې مقدمو کې جذبات راپارېږي خو ایین هر شهري ته په خپل مذهب د عمل کولو حق ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG