لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سینیټ د چیرمین پرضد د بې باورۍ ووټ ولې ناکامه شو؟


د پاکستان په سینیټ کې د واکمن گوند تحریک انصاف مشر شبلي فراز ویلي د بې باورۍ د ووټ ناکامه کېدل د مخکې نه معلومه خبره وه خو د مخالف گوندونو، مسلم لیگ (ن) او پیپلزپارټۍ مشران وايي د دوی د گوندونو ځینو غړو د پارټۍ د تگلارو سرغړونه کړې ده.

د زیارت په ورځ دپاکستان په تاریخ کې په وړومبي ځل د سینیټ دچئیرمین دخپلې څوکۍ نه دلرې کولو دپاره داپوزیشن ګوندونو په قرارداد ووټونه شوي خو اپوزیشن ګوندونه دخپلو ټولو دعوؤ باوجود په دغو ووټونو کې دناکامۍ سره مخ شوي.

د بې باورۍ په ووټونو کې اپوزیشن گوند ٥٠ ووټونه اخیستي او د سینیټ د چیرمین د لرې کولو لپاره لږ تر لږه ٥٣ ووټونه پکار وو.

تر دې یوه ورځ وړاندې اپوزیشن ائتلاف دعوه کړې وه چې هغوئ د سینیټ دچئیرمین لرې کولو دپاره د۶۴ؤ غړو اکثریت په لاس کې لري اؤ ډیر په اسانه به وکړل شي چې صادق سنجراني له خپلې څوکۍ کوز کړي.

د سینیټ د چیرمین لپاره د اپوزیشن امیدوار حاصل بزنجو و. نوموړي د ناکامۍ پړه نیغ په نیغه د پاکستان د پوځ استخباراتي ادارې ايي ایس ايي باندې اچولې ده. پوځ د ښاغلي بزنجو د تور په ځواب کې څه نه دي ویلي.

ښاغلي فراز د ووټ اچولو وروسته ویلي په دې خبره ورته افسوس دی چې د اپوزیشن غټ گوندونه د مولانا فضل الرحمان په لاسو کې لوبېږي. نوموړي دا خبره ځکه کړې چې د اپوزیشن ډلو په تېره غونډه کې د سینیټ د چیرمین د لرې کولو د فیصلې تر ټولو غټ ملاتړی مولانا فضل الرحمان و.

نن چې کله دبیرسټر سیف په مشرۍ کې د سینیټ دچئیرمین دلرې کولو دپاره د د اچول شوؤ ووټونو شمیره وشوه نو داپوزیشن دقراردار په حق کې ۵۰ؤ اؤ مخالفت کې ۴۵ خپلې رایې ورکړې وې ،دپینځوؤ سینیټرانو رایې مسترد وګرځول شوې اؤ دغسې دا تحریک ناکام پاتې شو.

د بلوچستان ایالت سره تړاؤ لرونکی دسینیټ موجوده چېرمين صادق سنجراني د پاکستان تحريک انصاف او پيپلز ګوند په مرسته دسینیټ د مشر چوکۍ ګټلې وه خو دهغه دلرې کولو پرېکړه دمخالفو ګوندونو ټول ګونديز کانفرنس کښي شوې وه.

دپاکستان سینیټ کښې د سېنټرانو شميره ۱۰۴ده او د چېرمين لرې کولو د پاره د۵۳ؤ سېنټرانو ملاتړ ته اړتیا وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG