لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اپوزیشن : عمران خان ته معلومه ده چې د سېنېټ په الېکشن کې یې د ګوند غړي د کنټرول نه بهر دي


ډان ورځپاڼه وايي چې د صوبې د حکومت ویاند کامران خان بنګش ورته ویلي  چې د کال ۲۰۱۸ د سېنېټ په ټاکنو کې د ووټونو خرڅولو په اړه د وډیو خپرېدو ورسته یې حکومت فېصله کړی د عدالتي تحقیقاتو په ځای به په دې اړه پلټنې یو خپلواکه کمېشن  کوي
ډان ورځپاڼه وايي چې د صوبې د حکومت ویاند کامران خان بنګش ورته ویلي  چې د کال ۲۰۱۸ د سېنېټ په ټاکنو کې د ووټونو خرڅولو په اړه د وډیو خپرېدو ورسته یې حکومت فېصله کړی د عدالتي تحقیقاتو په ځای به په دې اړه پلټنې یو خپلواکه کمېشن  کوي

د خېبر پښتونخوا حکومت د هغه وډیو د پلټنو د پاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی چې پکې د تحریک انصاف په شمول د صوبې د اسمبلۍ نور غړي د کال ۲۰۱۸ د سېنېټ په ټاکنو کې د ووټونو په سر په مبینه توګه د پېسو په اخیستلو ښودل کېږي.

د مارچ په میاشت کې په ټول هېواد کې د سېنېټ په 48 چاوکو د ټاکنو نه وړاندې د سېنېټ په تېرو ټاکنو کې د تحریک انصاف د غړو په مبینه توګه خرڅېدو موضوع یو ځل بیا راژوندۍ شوی ده.

ډان ورځپاڼه وايي چې د صوبې د حکومت ویاند کامران خان بنګش ورته ویلي چې د کال ۲۰۱۸ د سېنېټ په ټاکنو کې د ووټونو خرڅولو په اړه د وډیو خپرېدو ورسته یې حکومت فېصله کړی د عدالتي تحقیقاتو په ځای به په دې اړه پلټنې یو خپلواکه کمېشن کوي.

د صوبايي حکومت دا اعلان وروسته له هغې شوی چې په سوشل مېډیا خپره شوي وډیو کې د چارسدې نه د تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړی سلطان محمد خان په ګېډو ګېډو پېسې شماري. دعوه شوې چې دی د خپل ووټ په بدله کې دغه پېسې اخلي.

د وډیو خپرېدو وروسته سلطان محمد خان د اسمبلۍ نه استعفا ورکړې او وايي د اخلاقي ذمه وارۍ د لاندې یې دغه ګام اخیستی.

په دغه وډیو بحثونه له هغې وروسته لا نورتاوده شوي او حکومت پرې د تحقیقاتوکولو اعلان هم کړی چې په اړه یې ویلي شوي د واکمن ګوند تحریک انصاف غړو د صوبې د پخواني اعلا وزیر پروېزخټک او د قومي اسمبلۍ سپیکراسد قېصر چې هغه وخت د صوبې د اسمبلۍ سپیکر وو، په موجودګۍ کې په مبینه توګه ووټونه خرڅ کړي وو.

ډان ورځپاڼه لیکي چې د تحریک انصاف د اهمه مشرانو پروېز خټک او اسد قېصر په موجودګۍ کې د ګوند د اسمبلۍ د غړو د خرڅېدو د کاروبار په اړه دا دعوه د اسمبلۍ یو پخواني غړي عبېدالله مایار کړی ده.

عبېدالله مایارچې په تېره اسبملۍ کې د تحریک انصاف لخوا د پښتونخوا اسمبلۍ غړی منتخب شوی و، باندې هم د کال ۲۰۱۸ د سېنېټ په ټاکنو کې د ووټ خرڅولو تور لګېدلی و.

عمران خان په کال ۲۰۱۸ کې د اپرېل په ۱۸مه نېټه په اسلام اباد کې د یو خبري کانفرنس په وخت د عبېدالله مایار په شمول د پښتون خوا اسمبلۍ د شلو غړو نومونه اخستي وو او ویلي یې وو چې دوی په څلور څلور کروړه روپۍ ووټونه خرڅ کړي وو.

پېښور کې د سیاسي چارو خبریال ذوالفقار علي وي او اې ډیوه ته ویلي دا خبرې اوس د صوبايي حکومت د لاسه وتلي دي باېد الېکشن کمېشن او د اعلا عدليي د لارې ددې تحقیقات وکړی شي.

د پاکستان د سېنېټ په ټاکنو کې د ووټونو مبینه خرڅلاو زوړ ګڼل کېږي او د تحریک انصاف په شمول زیاتره سیاسي ګوندونو باندې تور لګول کېږي چې په سېنېټ کې د پېسو په بنیاد یې هر وارې کاروبار کړی او همېشه شته منو د سرمایه دارو ته د اسمبلو د غړو رایې په پېسو اخیستل کیږي.

دا خبرونه په داسې وخت خپرېږي چې د پاکستان صدر عارف علوي د سېنېټ په ټاکنو کې د پټو ووټونو په ځای د ښکاره ووټ ورکولو لپاره په قانون کې د بدلون په خاطر د سپریم کورټ نه د یو رېفرنس د لارې رایې غوښتې ده.

ددې ترڅنګ د پاکستان صدر یو عارضي صدارتي حکمنامه یا آرډیننس هم جاري کړی چې پکې د مارچ په دریمه نېټه د سېنېټ ووټونه د ښکاره رایو یعنې د لاس د اوچتولو د لارې اجازت ورکړی شوی دی.

د اپوزیشن ډلو اتحاد پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان دغه صدارتي آرډیننس په سپریم کورټ کې چېلنج کړی دی او مسلم لیګ ن هم د دې د چېلنج کولو ویلي دي.

تحریک انصاف دریځ لري چې د پېسو د کاروبار مخه نیولو لپاره د سېنېټ ټاکنې د ښکاره ووټ د لارې کول غواړي.

اپوزیشن ډلې بیا وايي چې عمران خان ته معلومه ده چې د سېنېټ الېکشن کې یې غړي یو وارې بیا د کنټرول نه بهر کېدی شي ځکه چې وزیراعظم غواړي خپل ذاتي دوستان په سېنېټ کې منتخب کړي خو د ګوند غړي یې په دې نه دي رضا نو ځکه د پټو رایو په ځای په ښکاره ووټونو ورکولو خبرې کوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG