د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د جماعت اسلامي ګوند سېنېټر مشتاق احمد خان په ملک کې په ټولنیزه رسنۍ (اېکس/پخواني ټویټر) د بنديز لرې کولو دپاره قرارداد جمع کړی دی. مشتاق احمد خان په اېکس رسنۍ دغه قرارداد پوسټ کړی او ويلي يې دي د ګل/دوشنبې په ورځ د سېنېټ د کارروايۍ دپاره یې دغه قرارداد جمع کړی دی.
په قرارداد کې ویل شوي،"دا د انتهايي اندېښنې خبره ده چې مرکزي حکومت وخت په وخت داسې اقدامات کوي د کوم له امله چې په ګرده نړۍ کې پاکستان پورې خندنی کيږي". ويل شوي، "په وروستيو کې په اتمه فرورۍ د عامو انتخاباتو په ورځ موبايل سروس او انټرنېټ بند کړل شوی او دغه کار انتخابي عمل مشکوک کړی او د تېرو دوه اوونيو څخه اېکس (پخوانی ټویټر) په غېر اعلاني توګه بند دی، او دا کار د د پاکستان د ايين د 18م او 19مې مادې ښکاره سرغړونه ده".
په قرارداد کې ویل شوي، د اظهار رای په ازادۍ بنديز لګول شوی او د ډيجيټل حقونو سرغړونه کيږي، د خلکو په ژوند او کاروبارونو ترې بدې اغېزې کيږي، تعليمي، ابلاغي او معلوماتي معاملات ترې بد اثرات پرېووځي.
د سېنېټر مشتاق په خبره، "حکومت او ادارو له دا خبرې په نظر کې ساتل پکار دي چې نېک نامي او عزت په بنديزونو نه مېلاويږي بلکې د قانون او قاعدې په عملي کولو ترلاسه کيږي ځکه په اېکس بنديز دې سمدستي بيرته واخستل شي".
پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، په ملک کې دننه بېلا بيل سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي او احتجاجونه کوي او په نړيواله کچه امریکا، برتانيې او يورپي يونين د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ په بنديز اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي وو، د ناامنۍ د خطرو له امله انټرنېټ بند کړی شوی وو. د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق په 12مه فرورۍ يوه خبري غونډه کې ویلي وو، پاکستان کې منصفانه انتخابات شوي، ټولو سياسي ګوندونو پکې يو شان برخه اخستې، د نتيجو د وروسته والي مطلب درغلي نه ده، پاکستان ته د ترهګرۍ خطرې ورپېښې دي، موبايل فون د ولس د خونديتوب دپاره بند کړل شوی وو.
برتانيه کې جوړه اداره (نېټ بلاکس) چې په نړیواله کچه سايبر سيکیورټي ګوري، په 28مه فرورۍ يې ويلي وو، پاکستان کې د لسو ورځو راهسې اېکس/ټویټر د بنديزونو سره مخ دی. په لتوانيا کې د انټرنېټ د بنديزونو لګېدو د څار ادارې ويلي وو، پاکستان کې د روان کال (2024) د پيل راهسې د انټرنېټ پينځه سروسز د خنډانو سره مخ دي او 128ميلينه کاروونکي ترې اغېزمن دي.
ادارې ويلي ويلي وو، درې بنديزونه تېره میاشت د انتخاباتو سره مخې ته راغلي او دوه د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان چې په جېل کې دی، د هغه د ګوند د انلاين جلسو په وخت لګېدلي وو. پاکستان کې د انټرنېټ اکثره کارونکي ټولنيزو رسنيو ته د (وي پي اېن) د لارې رسايي کوي.
Forum