لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حزب اختلاف ګوندونو په سېنټ کې د حکومت د مجوزه مطبوعاتي ادارې غندنه وکړه 


عمران خان ویلي په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري
عمران خان ویلي په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري

د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفو ګوندونو په سېنټ کې د میډیا په اړه د مجوزه ارډینېنس په سختو ټکو کې غندنه کړې او وايی دغه قانون به په مطبوعاتو بندیزونه زیات کړي.

په سېنټ کې د سیاسي ګوندونو د مخالفت نه وړاندې د پاکستان د صحافیانو اؤ بشري حقونو تنظیمونو، د بشري حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د بشري حقونو څار ادارې ېا هیومن رائټس واچ، اؤ د بشري حقونو اؤ انصاف عالمي تنظیم، انټرنیشنل کمیشن آف جیورسټ هم په پاکستان کې په صحافیانو بریدونو اؤ په میډیا زیاتیدونکي بندیزونو غندنه کړې ده اؤ حکومت نه یې غوښتنه کړې ده په حبریالانو بریدونو کښې ککړ تنانو پرضد دې موثره اؤ بې طرفه تحقیقات وکړي.

د بشري حقونو څار ادارې ېا هیومن رائټس واچ، د بخښنې نړيوال تنظیم اؤ د بشري حقونو اؤ انصاف عالمي تنظیم، انټرنېشنل کمېشن آف جیورسټ یو مشترکه بیان کې وویل پاکستان کې څوک په صحافیان کې بریدنو کې لاس لري د هغوي پرضد دې بې طرفه اؤ موثره تحقیقات دې وشي اؤ حکومت دې د میډیا پحقله خپله سرکاري تګلاره ختمه کړي د کوم له لارې چې ‌ ریاستي ادارې د تنقید نه بچ کول غواړي اؤ د دې پرځاې دې د خلقو د رای د اظهار آزادي ېقیني کړي اؤ صحافیانو ته د تندروه فکر لرونکي اؤ سرکاري چارواکو دړکو مخه دې حکومت ونیسي.

په بیان کې د می په پېنځویشتمه نېټه اسلام آباد کې په صحافي اسد علي طور د کور دننه برید، د اپریل په میاشت په اسلام آباد کې د پیمرا په پخواني مشر اؤ صحافي ابصار عالم برید اؤ تېر کال هم د اسلام آباد نه صحافي مطیع الله جان د تښتول کېدو د پیښو هم غندنه وشوه.

مشترکه بیان پاکستان کې په صحافیانو دغه شان بریدونه اؤ ځورول د خبریالانو د پاره یو خطرناک عمل ګرځولې دې، دغه شان دې بیان کې زنانه صحافیان آن لائن ځورولو غندنه هم په دې بیان کې شوې ده.

د بشرٍي حقونو دې نړي وال تنظیمونو پاکستان کې په صحافیانو بریدونو اؤ پاکستان کې په میډیا بندیز پحقله دا بیان داسې حال جاري کړې دی چې د یو صدارتي آرډینېنس یا حکم نامې له لارې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د میډیا ډیویلپمنټ اتارټي نومې اداره جوړول غواړي چې کار به یې د کال ۲۰۰۲ په ګډون تراوسه د صحافیانو حقونو د پاره ټول قوانین ختمول اؤ نوي قوانین جوړول دي اؤ دا اتهارټي به اختیار لري څوک پنځه کړوړه روپو پورې جرمانه کي.

قانون پوهه اؤ د بشري حقونو د پاره کارکونکې آفتاب عالم دغه آتهارټی یو ظلم بللي اؤ وایې که چېرې جوړه شوه نو پاکستان کې به بیا څوک هم د سخت سزا د وېرې ښکاره اؤ ریښتیا خبره نه شي کولی.

آفتاب عالم وایې دغه اتهارټي له ذریعې پاکستان تحریک انصاف حکومت د ریاستي ادراو غلطو تګلارو باندې د آن لائن تنقید مخه هم نیول غواړي.

د نوي آرډینینس اؤ په صحافیانو زیاتیدونکي بریدونو غندنه په سېنټ کې د مخالفو ګوندونو هم کړې ده اؤ پیپلز ګوند سېنټرې شرې رحمان وئیلې دي دومره سنسرشپ د پوځي ډکټېټر ضیالحق اؤ پرویز مشرف په وخت کې هم نه و څومره چې موجوده حکومت کې روان دی.

شیرې رحمان وایې اوس عالمي مبصرین پاکستان پورې خندا کوي چې په نوم دلته جمهوري حکومت دی اؤ قانون د پوځي حکومتونو دوام لري.

جمعیت علما اسلام سېنټر مولانا عبدلغفور حیدري وایې په صحافیانو چې کله هم برید وشي حکومت وایې زر به په دې کې ککړ تنان اونیسي خوا دا نامعلومه برید کونکو نیول اختیار اؤ زور حکومت نه لري.

په سینټ کې حکومتي سینټرانو مشر ډاکټر شهزاد وسیم هم په صحافي اسد علي طور د برید غندنه کړې ده خو دا هم وایې بغیر د څه ثبوت د دغه قسمه بریدونو تور د هیواد سیکورټي ادارو باندې لګولو اجازه نه شو ورکولې.

پاکستان د صحافیانو د پاره خطرناک ګرځول شوې ېو سل اتیه هیوادنو په نوملړ کې په ېو سل پنځه څلویښتم درجه دې، دلته کال ۲۰۰۰ نه تراوسه پورې ېو سل اته دیرشت خبریالان وژل شوې دي اؤبې شمیره د تشدد ښکار شوې دي خو تراوسه د صحافیانو څوک قاتل ېا په دوي تشدد کې ککړ څوک هم نه دې نیولې شوې.

پاکستان کې اکثر له صحافیانو باندې د بریدونو تور استخباراتي ادارو لګول کیږي اؤ اسد علي طور باندې برید نه پس هم اسد علي طور اؤ صحافي حامد میر ددې تور د پاکستان طاقتوره پوځ باندې لګولې وو کوم چې استخباراتي ادارې آي اېس آي اؤ حکومت رد کړې وو، البته دې تورونو پس جیو ټيلي ویژن حامد میر د خپل پروګرام کېپيټل ټاک نه لرې کړې دې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG