پاکستاني چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې په مغربي ملکونو کې د ابادېدو په انتظار په پاکستان کې مېشت افغانان به د مارچ د میاشت د ۳۱ نېټې پورې د پاکستان څخه ډيپورټ کولی یا ملک بدر کولی شي.
په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د امریکايي او نېټو ځواکونو د انخلا او په افغانستان د طالبانو د بیاواکمېندو وروسته په لویه شمېره کې هغو افغانانو په پاکستان کې پناه واخیستې چې د امریکې په شمول په نورو ملکونو کې د ابادېدو خواهش يې لرلو.
د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان شفقت علي خان په وروستیو ورځو کې وویل ۸۰۰۰۰ افغانان په نورو ملکونو کې ابادېدو دپاره تللي دي او قریباً ۴۰۰۰۰ افغانان اوس هم په پاکستان کې مېشت دي.
رپورټونه وايي د افغانانو د دغې شمېرې څخه ۱۵۰۰۰ هغه کسان هم دي چې تېره هفته ورته په امریکا کې د ابادېدو منظوري ورکړی شوه.
د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف په هېواد کې د مېشتو قریباً درې مېلین افغانانو د صورتحال په اړه د یوې غونډې مشري وکړه چې په کې قانوني او غېر قانوني کډوال، د بهتر معاش په تکل کې پاکستان ته تللي افغانان او هغه کسان شامل دي چې په نورو ملکونو کې د ابادېدو په انتظار دي.
د غونډې وروسته یو دستاوېز وي او ای د ګل، دوشنبې، په ورځ ولیدلو، چې په کې د کډوالو د ستنولو د مختلفو مرحلو د منصوبې ذکر شوی دی.
په دستاوېز کې د چارواکو نه غوښتل شوي چې هغه افغانان چې په دریم ملک کې د ابادېدو په لړ کې په اسلام اباد او په راولپنډۍ ښارونو کې دي د مارچ د ۳۱ نېټې پورې دې د دواړو ښارونو څخه وویستل شي. په دې لړ کې نور تفصیل نه دی وړاندې کړی شوی.
په دستاوېز کې وېل شوي چې نورو ملکونو ته افغانانو د منتقلولو په لړ کې شهبازشریف خارجه وزارت ته هدایت وکړو چې د غېر ملکي سفارتخانو او هغو ملکونو سره رابطې وکړي چې د افغانانو منزل دی او د دې وروسته پاکستان افغانان افغانستان ته ستنوي.
افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال په لسګونو زرګونه هغه افغانان هم ویستل شوي وو چې د امریکايي او نېټو ځواکونو سره يې همکاري کړې وه او په مغربي ملکونو کې د ابادېدو ډاډ ورکړی شوی و. ګڼ شمېر افغانان په عارضي ډول پاکستان ته هم منتقل کړی شوو.
تېره میاشت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په ملک کې کډوالو د ابادولو پروګرام وځنډولو چې له امله يې د سست روۍ او د پېچیدګۍ ښکار د افغانانو د انتقالولو عمل نور هم پېچیده شو.
د پاکستان د مجوزه نوي منصوبې ترمخه، شهبازشریف چارواکو ته امرکړی چې په سمدستي ډول دې افغانان د اسلام اباد او د راولپنډۍ نه بل ځای ته او یا افغانستان ته منتقل کړي.
د پاکستاني چارواکو د اندازې ترمخه هغه افغانان چې د افغان شهریت کاردونه لري او په پاکستان کې په قانوني توګه د مېشته دي شمېره يې د ۸۰۰۰۰۰ نه زیاته ده.
په سرکاري دستاوېز کې وېل شوي چې افغانانو د مرحله وار وېستلو په اړه به په عامه کچه څه اعلان نه شي کولی او دا خبره به یقیني کولی شي چې د بېرته لېږدلو کېدو وروسته پاکستان ته ستانه نه شي.
د کال ۲۰۲۳ راهسې پاکستان د ۸۰۰۰۰۰ نه زیات افغانان وطن ته په ستنېدو مجبور کړي دي.
په پاکستان کې د یو مېلین نه زیات افغانان مېشته دي چې ملګرو ملتونو يې د قانوني مهاجرینو په څېر نوم لیکنه کړې ده او پروف اف رېجېټرېشن یا پي او ار کارډونه لري.
د شهبازشریف حکومت پي او ار کارډ لرونکو افغانستان ته په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره د سږ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې وخت ورکړی و.
د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د مجوزه نویو اقداماتو په اړه د افغانستان د واکمنو طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلي خو د افغانانو به اړه يې د پاکستان د مخکنیو ګامونه غندنه کړې ده.
Forum