لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملگرو ملتونو اسمبلې ته د شاه محمود قریشي د تقریر په اړه غبرگونونه


په پاکستان کې یو شمیر څيړونکي د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د پاکستان د خارجه چارو د وزير شاه محمود قريشي وینا، د يو سفارت کار او پاکستاني استازي تقرير نه ګڼي، خو د ناقدينو بله ډله دا تقرير په حقيقتونو ولاړ بولي.

د نړيوالو چارو شنونکی، ډاکټر اعجاز خټک وایي چې د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د ښاغلي قريشي خطاب، د يو سفارت کار او د پاکستان د استازي تقرير نه وو او د نوموړي د خبرو ترکیز پر هند و.

پروفیسر خټک زیاتوي چې د افغانستان په باب د شاه محمود قريشي بيان هم هغه وو کوم چې په پاکستان کې د لسو کلونو راهسې مخې ته راځي او داسې بريښيدله چې ګني دا تقرير بل چا ليکلی او قريشي صرف هغه پر خوله راووړ. د ښاغلي خټک په وینا، دا خبره چې پاکستان او افغانستان د بهرني طاقتونو د غلط فهمو ښکار دی، څوک هم نه قبلوي.

اخوا د پاکستان د پوځ پخوانی افسر لفټننټ جنرل (ر) امجد شعيب بیا د ښاغلي قريشي تقرير په حقيقت ولاړ بولي او وایي چې هغه په ښکاره ټکو کې د کشمير په هکله د هندوستان اصل شکل نړۍ ته ښودلی دی.

امجد شعیب زیاتوي، دا اړينه وه چې د هند اصلي شکل نړۍ ته وښودل شي چې ګني هند يو ترهګر هیواد دی او د ترهګرۍ تورونه په پاکستان ورپورې کوي.

هغه وایي که پاکستان په هند کې ترهګري کوله، نو ٧٠ زره خلق به یې ولې وژل کيدل. خو بل پلو، ښاغلې اعجاز خټک وایي چې د قريشي خطاب د نړۍ دپاره نه، بلکې د کور دننه خلقو لپاره وو. يعنې چې خلق ووايي څومره ګرمې خبرې ېې وکړې، د کشمير لانجه یې راپورته کړه.

د پاکستان د باندينو چارو وزير شاه محمود قريشي د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلې ته په خپل خطاب کې وویل چې د هند واک لاندې کشمير د کشالې نه هواريدل د سيمې دننه د امن په ترلاسه کيدو کې لوی خنډ دی او دا یې هم وویل چې افغانستان او پاکستان د يوې اوږدې مودې راهسې د بهرني طاقتونو د تيروتنو ښکار دي، او اسلام اباد د امن عمل لپاره کابل کې د کيدونکو هلو ځلو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG