لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوازشریف: عدالت دي د انصاف تله واخلي، نه چې د تحریک انصاف


د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان

د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف يو ځل بيا پر عدالتونو تنقيد کړی او ويلي یې دي، د ستر عدالت له خوا د انصاف تله پکار ده، نه چې د تحريک انصاف تله.

پخوانی وزيراعظم د احتساب ادارې يا نېب له خوا د جوړو شويو مقدمو په لړ کې احتساب عدالت ته وړاندې شوی او وروسته یې له مېډيا سره د خبرو په وخت ويلي دي، چې د قاضيانو د بحالۍ لپاره دوی تحريک پيل کړی وو او اوس به د انصاف د بحالۍ لپاره هم تحريک پيلوي.

دوی پر عدالت يو ځل بيا سخت تنقيد کړی دی او ويلي یې دي، چې د عدالتونو دوه مخې پاليسي ورته قبوله نه ده، ځکه چې عدالت يو منتخب وزيراعظم له خپلې څوکۍ لرې کوي او بلې خوا ته خپل نيازبين عمران خان اهل ګرځوي.

پخواني وزيراعظم ويلي دي، عدالت ته د انصاف تله پکار ده، نه چې د تحريک انصاف تله.

پخواني وزيراعظم دا تور هم لګولی دی، چې د وزيراعظمۍ له څوکۍ د ده لرې کول او عمران خان اهل ګرځول د يو پلان برخه وه.

د مشر قاضي جسټس ثاقب نثار پر دې بيان، چې عدالتونه د چا تر فشار لاندې نه راځي، نواز شريف ويلي دي چي همدغو عدالتونو له تېرو ۷۰ کالو پوځي امرانو ته قانوني حيثيت ورکاوه او له همدغو پوځي امرانو به يې سوګند اخیسته.

پخواني وزيراعظم ويلي دي، چې د عدالتونو دغه شان فيصلې نه دوی ته او نه ولس ته د منلو وړ وې.

د ستر عدالت مشر قاضي جسټس ثاقب نثار ویلي وو، چې پارليمان خپل کار په سمه توګه نه کوي، ځکه نو عدالتونه بيا مداخلت کوي.

د قاضي نثار پر دې بيان نه يواځې د سياسي ګوندونو، بلکې د قانوني چارو د پوهانو تنقيد هم روان دی او د سپريم کورټ بار پخوانۍ مشرې عاصمې جهانګير ويلي دي، دغه شان بيان پوځي جرنيلان هم هغه وخت ورکوي، چې کله پر اقتدار قبضه کول غواړي.

XS
SM
MD
LG