واشنگټن —
لیک نوشیروان قلندر
د وزیر اعظم میا نواز شریف په حقله ویل کیږي چې کله په حکومت کې وي نو زیات اخیتارات يي د ځان سره ساتل ډیر خوښ وي. په څلورو واړو صوبو کې د خپلې خوښې گورنرانو راوستلو خواهش به يي ډیر پوره شي ددې باوجود چې ویل کیږي خیبر پښتونخوا کې گورنري د پوځ د خوښي بغیر ممکنه نه وي خو بیا هم ددې امکان ردیدی نشي ځکه چې پوځي اسټیبلشمنټ د پاره په مسلم لیگ کې د قابل قبوله گورنر پیدا کول څه گران کار نه دی. بله دا هم ویل کیږي چې را روان کال اوله پورې به د وزیراعظم صیب د اخیتاراتو خواهش داسې نور هم پوره شي چې د صدر مانړۍ، جی ایچ کیو او سپریم کورټ کې امکان دی د خوښې خلک يي راشي. خبره د میا صیب د زیاتو اختیاراتو د ځان سره ساتلو د شوق روانه ده. د نواز شریف صیب خواهش تکمیله ولو کې صدر اصف علي زرداري صیب هم ښه رول لوبه ولی – تیر پارلیمان د ١٨م ترمیم د لارې وزیراعظم ته ښه ډیر اخیتارات ورکړې دي او که په دې يي کار نه کیدو نو ممکنه ده د نوي پارلیمان نه د ځان لپاره په آئین کې د نورو اختیاراتو ترامیم هم ووکړي. خو ځېنې خلک وايي نواز شریف صیب باندې حکومت کې د زیاتو اختیاراتو ځان سره ساتلو خواهش راس نه راځې. ویل کیږی دا چې دا ځل دغه اختیارات هڅې نه بیا غاړه کې ور پریوزې. دده د فطرت په حقله ځېنې خلک وايي چې لږ هم ورسره څوک په ترڅ شي نو میا صیب کې دننه یو امیرالمومنین ناست دی د چا په وړاندې چې د چیف جسټس، ارمي چیف او د صدر په رنگ کې د طاقت سرچینې هم کمزوري ښکاري او دغه خبره نواز شریف صیب تیرو حکومتونو کې ثابته کړې هم ده چې ده په کارگل د پوځ پخواني مشر، پخوانی مشر قاضي سجاد علي شاه او د هغه وخت صدر غلام اسحاق خان ته د اختیاراتو په سر پتون وهلی وو. خو بیا ځېنې خلک دا ځل وايي چې اوس میاصیب د پخوا نه ډیر څه زده کړې دي خو کتی به شي چې میا صیب به ځان د سیاست یو ښه لوبغاړی ثابت کړی شي؟
چیلنجونه ورته دوه رقم دي. یو خو د بجلۍ کمی پوره کول دي او دویم اقتصاد ته وده ورکول. او دغه مسلو کې به ورسره امکان دا دی چې عربیان او امریکایان کافي مرستې ووکړي. خو دغه دواړه يي بیا هم د ترهگرۍ د بلا نه نشې خلاصولی شي ځکه چې دغه بلا کې کوم روح ناست دی هغه اوخکل ډیره گرانه خبره ده او دغه بلا که صدر زرداري او اسفندیارولې صیب هر څومره په بابا گانو ولې اونه گرځوله، خو له ځائې له نه ده راغلی طبیبان وايي دغه بلا که په جسماني توگه هر څومره بگنه ونکې ولې نه ښکاري علاج يي ممکن دی خو مرض يي په دماغو کې موجود دی او دماغ سمول يي گران ښکاري دغې بلا نه اوس هغه بادشاه جوړ شوی چې پوزه کې يي ماشی لاړو نو بیا يي امر جاري کړو چې څوک ورسره ملاویږي نو په سر به يي دوه څپلۍ ضرور وهي. ځه دغه بلا دې خدائي په خپل قدرت روغه کړې خو ویل کیږي چې دغه بلا به د زیاتو اختیاراتو ساتلو باوجود میا صیب ته ور په غاړه کیږي که د ترهگری روانه لوبه کې يي د وخت نه وړاندې د تاش د گټې د پتو ښکاره کولو هڅه ووکړه.