لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او چين د 4.8 بيلين ډالرو د ايټمي توانايۍ پلانټ موافقنامه لاسليک کړه 


چين دا سرمايه کاري د پنجاب په چشمه فايو پروژه کې کوي چې د 1200 ميګا واټ بجلې پيدا کولو نيوکلير پاور پلانټ دی
چين دا سرمايه کاري د پنجاب په چشمه فايو پروژه کې کوي چې د 1200 ميګا واټ بجلې پيدا کولو نيوکلير پاور پلانټ دی

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ويلي د پاکستان او چين ترمنځ د 4.8 بيلين ډالرو د ايټمي پاور پلانټ لوظنامه د يو داسېدوست هېواد سره شوې چې پاکستان پرې د هر چا نه ډېره تکيه کوي.

چين دا سرمايه کاري د پنجاب په چشمه فايو پروژه کې کوي چې د 1200 ميګا واټ بجلې پيدا کولو نيوکلير پاور پلانټ دی.

شهباز شريف د لوظنامې د ميمورېنډم اف انډرسټينډېنګ لا د د موافق کېدو د ياداشت د لاسليک کولو وروستو په پاکستان ټيلي وژن ويليپه دې پروژه به کار سملاسي پيل کيږي. موافق نامه د چين د ملي ايټمي کواپريشن او د پاکستان ايټامک انرجي کمېشن ترمنځ شوې.

شهباز شريف وويل “د چين د 4.8 بيلين ډالرو سرمايه کاري دا ښکاره پيغام خؤروي چې پاکستان د چينايي کمپنيانو او سرمايه کارانو دپاره د اعتبار او يقين ځای دی”.

د چشمه فايو پروژه به په مرکزي صوبه پنجاب کې جوړيږي او د چين امداد به وکړی شي چې د پاکستان د فاسېل فيول د استعمال اړتياکمه کړي.

د پاکستان د نيوکلير توانايۍ پيداوار دوه کاله وړاندې د نوي پاور پلانټ د پرانستې سره 1400 ميګاواټ ته رسېدلې. دا پاور پلانټ پهکراچۍ کې لګېدلی چې د چين په مدد جوړ شوی او 1100 ميګاواټ بجلي جوړوي.

شريف چې د قرضو ورکولو د پاره په منډو ترړو سر دی په دې سرمايه کارۍ د چين د شريک کارانو مننه وکړه چې په دې پروژه کې يې دسل ميلين ډالرو کمی کړی.

دا نه معلومه چې دا نوې سرمايه کاري د 65 بيلين ډالرو د چين د بېلټ اينډ روډ اينيشيټيو منصوبې برخه ده خو دا پروژه پکار وه دوه کالهوړاندې پيل شوی وی. شهباز شريف د چينايانو مننه وکړه چې د دومره ځنډ باوجود هم د پروژې لګښت سېوا کړل شوی نه دی.

هغه وويل چين په اول کې دېرش بيلينه پاکستانۍ روپۍ د پروژې د پاره ورکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG