لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سند حکومت: سپریم کورټ دې د ډانیل پېرل د قضیې د مرکزي ملزم قضیه ډېر زر وڅېړي


عمر شیخ د ډانیل پیرل د وژنې د جرم مرکزي ملزم ګڼل کیږي

د سند حکومت د هائیکورټ لخوا د امریکایي صحافي ډانیل پېرل د وژل کېدو په مقدمه کې د تورن تن، احمد عمر شیخ د مرګ سزا د ختمولو پر ضد د دایر کړي اپیل د زر تر زره اورېدنې دپاره سپریم کورټ ته رجوع کړې ده.

ورځپاڼه ډان وایي، د سند د استغاثیې وکیل فیاض شاه لخوا دایر کړی شوي خواست کې سپریم کورټ خبر کړی شوی چې د عمر شیخ د مفرور کېدو اندېښنه ده، او بله دا چې د امریکني صحافي ډانیل پېرل تښتونې او وژنې کې د هغه د ککړتیا مضبوط او پاخه شواهد موجود دي.

د سند د استغاثیې وکیل پخپل نوي خواست کې ویلي چې دا معامله د بېړني نوعیت ده، ځکه نو د سند هائیکورټ د اپریل د دویمې نیټې ورکړی شوې فېصله دې معطل کړی شي، او چې څومره زر ممکن وي، د مقدمې اورېدنه دې پیل کړي.

د عدالت څخه دا خواست هم شوی چې د زر تر زره اورېدنې دپاره دې راتلونکې هفته مقرر کړی شي. ښکاره دې وي چې د سند هائیکورټ د اپریل په دویمه نېټه د امریکني صحافي د تښتونې او د قتل په مقدمه کې د ملزمانو په اپیل اتلس (۱۸) کاله پس فیصله اورولې وه چې په کې د درې ملزمانو د بري کولو، او د مرکزي ملزم عمر شیخ د مرګ سزا یې په اوه کاله بند بدله کړې وه.

د سند حکومت ولې په سپریم کورټ کې د خپل اپیل زر تر زره اورېدنه غواړي، په دې هکله وتلی قانون پوهه قاضي انور اېډوکېټ وایس آف امریکا ډیوه ته وویل، یوه وجه دا ده چې د امریکې حکومت د ملزمانو په بري کېدو اندېښنې ښودلې وې، او بله دا چې که مرکزي ملزم عمرشیخ له ترهګرو ډلو سره څه قسمه اړیکې لري، نو دا اندېښنه هم ده چې هغه د جېل نه وتښتي.

ډانیل پیرل د والسټریټ جرنل ورځپاڼې خبریال و چې په ۲۰۰۲ کې په پاکستان کې ووژل شو
ډانیل پیرل د والسټریټ جرنل ورځپاڼې خبریال و چې په ۲۰۰۲ کې په پاکستان کې ووژل شو

قاضي انور اېډوکېټ زیاته کړه: "دې ملک کې داسې کیدی شي چې مجرمین له جېلونو فرار وکړي، لکه د ډي آی خان له جېله چې وتښتېدل."

ډانیل پېرل د امریکا د وتلي اخبار، والسټریټ جرنل د ایشیا د څانګې خبریال و او هغه په کال ۲۰۰۲ کې په کراچۍ کې د اغوا کېدو وروسته وژل شوی و. له هغه وروسته، د ترهګرۍ ضد عدالت د دغه قتل مرکزي ملزم عمر شیخ ته د مرګ سزا او نورو درېیو ملزمانو، فهد نسیم، سلمان ثاقب، او شیخ عادل ته د عمري قید سزاګانې اورولې وې، او د دغې فيصلې په ضد بیا وروسته تورن تنانو کال ۲۰۰۲ کې د سند هائیکورټ ته اپیل دایر کړی و.

د سند صوبې د استغاثیې د وکیل لخوا، په سپریم کورټ کې دایر کړی شوي خواست کې دا هم ویلی شوي چې د سند هائیکورټ د دې مقدمې د سنګین عواملو په پوهنه کې ناکامه پاتې شوی دی، او د ملزمانو په بري کولو او د مرګ په سزا کې د بدلون فيصله د انصاف قتل او د سترې محکمې د ټاکل شویو اصولو پر ضد ده.

ها خوا د انګریزۍ ژبې ورځپاڼه، ټریبیون د سرچینو له خـُلې وایي چې د وژلی شوي امریکني صحافي ډانیل پېرل کورنۍ هم د هغه په قتل کې د سند هائیکورټ لخوا د تورنو ملزمانو د خوشې کولو د فيصلې پر ضد سپریم کورټ ته د رجوع فیصله کړې ده.

مطبوعات د سرچینو له قوله دا هم لیکي چې د ډانیل پېرل کورنۍ په دې اړه د وتلي قانون پوهه فیصل صدیقي خدمات ترلاسه کړي، او فیصل صدیقي به د سند هائیکورټ د فیصلې پر ضد، روانه هفته کې یو خواست په سپریم کورټ کې جمع کوي.

ښکاره دې وي چې د سند هائیکورټ لخوا د امریکني صحافي په تښتونه او وژنه کې د ککړ تنانو د سزاګانو بدلولو او د ځینو د بري کولو دا فیصله، د جنوبي آسیا دپاره د امریکې د خارجه وزارت ځانګړې استازې ایلېس وېلز هم غندلې وه او دا یې په نړۍ کې د ترهګرۍ ځپلو تنانو توهین بللی و.

د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي و چې دا فیصله د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان جګړه کمزورې کولی شي.

XS
SM
MD
LG