لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان کې د ښځو او سړو ترمنځ عدم مساوات نور زیات شوی


رپورټ وايي جنسي توپير 0.7 في صده سېوا شوی او 55.6 في صده ته يې کچه رسېدلی چې د سوبه يې پاکستان په دې حواله په خراب ترينو ملکونو کې شمار شوی او فقط د عراق، يمن او افغانستان نه يې حالت ښه دی
رپورټ وايي جنسي توپير 0.7 في صده سېوا شوی او 55.6 في صده ته يې کچه رسېدلی چې د سوبه يې پاکستان په دې حواله په خراب ترينو ملکونو کې شمار شوی او فقط د عراق، يمن او افغانستان نه يې حالت ښه دی

د ورلډ اکنامک فورم د کال 2021 ګلوبل جېنډر ګيپ یا د مېرمنو او سړو ترمنځ توپیر پهه اړه رپورټ تر مخه د تېر کال په نسبت پاکستان د جنسي توپير په لړ کې په نړیوال فهرست کې دوه پوړۍ نور کښته راغلی او د 156 ملکونو په نوملړ کې په 153 نمبر دی.

رپورټ وايي جنسي توپير 0.7 في صده سېوا شوی او 55.6 في صده ته يې کچه رسېدلی چې د سوبه يې پاکستان په دې حواله په خراب ترينو ملکونو کې شمار شوی او فقط د عراق، يمن او افغانستان نه يې حالت ښه دی.

د شمېرو تر مخه پاکستان په اقتصادي برخه کې د مواقع موندلو په حواله په 152 نمبر په تعليم حاصلولو کې په 144 نمبر په صحت او ژوند ژواک ساتنه کې په 153 او په سياسي واک کې په 98 نمبر دی.

په سويلي ايشيا کې پاکستان د اتو ملکونو په فهرست کې په اوم نمبر دی چې فقط د افغانستان نه يې حالت ښه دی. په عامه کچه رپورټ وايي د پاکستان د ترقۍ کچه په ځای ودرېدلې ده او د اندازو تر مخه د جنسي توپير د ختمولو موده نوره زياته شوې چې 136.5 کالو ته رسېدلې ده.

په رپورټ کې ويل شوي د کرونا وايرس د وبا د لاسه ممکن ده دا کچه نوره سېوا شوي وي.

رپورټ وايي پاکستان په اقتصادي ترقۍ کې د برخې او مواقع او د صحت او ژوند ژواک ساتنې په کچه په لسو ورستو پاتې ملکونو کې شمار شوی.

د وخت تېرېدو سره نور خرابيږي

د پاکستان رينکېنګ د کال 2006 په نسبت راپرېوتلی دی ځکه چې ياد هېواد د اقتصادي ترقۍ او برخې اخستلو په حواله په 112 نمبر د تعليم په حاصلولو کې په 110, په صحت او ژوند ساتنه کې په 112 او سياسي واکمنۍ کې په 37 نمبر و.

رپورټ وايي “لږې ښځې (22.6%) محنت مزدوري کوي او په انتظامي عهدو خو ‌‌‌‌‌‌ډېرې کمې دي چې (4.9%) جوړوي. د دې دا مطلب شو ايله 26.7% او 5.2% تشه پوره کړل شوې چې د ښځې او سړي د امدن توپير څرګندوي. د اندازې تر مخه د سړي په مقابل کې د ښځې امدن 16.3% دی”.

البته د ښځو د پيشه ور او تينکي کارونو کولو کچه د تېر په نسبت سېوا شوې چې 23.4% نه 25.3% ته ختلې ده. رپورټ وايي ښځو ته د انصاف مواقع په جايداد او نور وراثت کې د سړو په مقابل کې يو شان نه دي.

“يواځې 46.5% ښځې خوانده دي چې 61.6% د پرايرۍ کچې 34.2% هائ سکول او 8.3% په لوړو زدکړو کې داخله مومي”.

سيميزه کارکردګي

سويلي ايشيا د منځني ختيز او شمالي افريقا نه وروستو د کارکردګۍ په حواله په ټيټه کچه ده چې د جنسي توپير 62.3% تشه ‌‌‌‌‌‌ډکوي. رپورټ وايي د ترقۍ رفتار ‌‌‌‌‌‌ډېر ورو دی او دې کال خو په حقيقت کې په شا تلی دی.

په خطه کې د بنګله ديش کارکردګي ځانګړې ده چې دغه تشه يې 71.9% ‌‌‌‌‌‌ډکه کړې او افغانستان دغه کچه 44.4% ته رسولې. هند يو بل هېواد چې خرابه کچه لري او دا تشه 62.5% پورې ‌‌‌‌‌‌ډکوي.

البته د رپورټ ترمخه بهوټان او نيپال لږه ترقي ښودلې ده او د سيمې باقي ملکونو لا خو دا کچه نوره ټيټه کړې او لا په ځای ولاړه ده.

مېرمنو د پرمختګ په اړه د پاکستاني حکومتونو دریځ

که څه هم په پاکستان کې د صنفي توپیر په اړه د ورلډ اکنامک فورم په رپورټ د پاکستان د حکومت دریځ په سمدستي توګه لا مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني حکومتونه وخت په وخت وايي چې د مېرمنو د ترقې او په سماجي، اقتصادي او سیاسي برخو کې د ښځو وڼده زیاتولو دپاره خصوصي ګامونه پورته کوي.

په پاکستان کې د مرمنو دپاره خصوصي بېنک او یونېورسټۍ جوړې شوي او پخواني پوځي مشر د واکمنۍ په وخت په پارلېمنټ کې د مېرمنو دپاره د چوکیو تعداد هم زیات کړی شوی دی.

چارواکي وايي د پاکستان د پوځ په درویو واړو څانګو ځمکني، هوايي او د سمندري پوځ په صفونو کې د مېرمنو شمېر زیات کړی شوی دی او وايي مېرمنې د روایتي کردارونو ترڅنګ په جنګي رول کې هم شاملې کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG