لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 سېنټر فار سوشل جسټس: داسې ښکاري چې مذهب د سپکاوي په ضد قانون اکثريتي مسلمانان د يو بل په ضد کاروي


د غير دولتي تنظيم سېنټر فار سوشل جسټس شمېرو ترمخه د کال ١٩٨٧ راهسى پاکستان کى د مذهب د سپکاوي قانون لاندى ١٨٥٥ تنانو په ضد مقدمى درج شوېدي.

د ادارې ترمخه په کال ٢٠٢٠ کى د غه مقدمو درج کيدو شرح تر ټولو زياته پاتى شوى او ٢٠٠ مقدمو کى ١٤٠ د شيعه مسلمانونو په ضد او پاتى د هيواد لږکيو د عيساٸانو احمديان او هندوانو په خلاف درج شويدي.

سېنټر فار سوشل جسټس ترمخه دا ښاي پاکستان کى دمذهب د سپکاوي قانون د لږکيو نه زيات اکثريتي مسلمانان د يو بل په ضد کاروي.

د تنظيم مشر او د بشري حقونو فعاله پيټر جيکب وايي که د مذهب د سپکاوي قانون د بې ځايه کاروولو مخنيوي لپاره قانون سازي وه نه شوا نو راتلونکې کې حالات خرابيدل باوري دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کى هغه وویل په دې اړه بحث د ډير وخت نه کيږي خو پارليمان کى د قانوني مسودى وړاندى کيدل ممکنه نه دي.

نوموړي وويل کال ٢٠٢٠ کى د ځنى مذهبي تندروا ډلو د يو دم فعاله کيدو او د دوي د فشار له امله د مذهب سپکاوي قانون زياتره د شيعه مسلمانانو په ضد کارولى شويدی.

خو د وزير اعظم عمران خان د مذهبي هم اهنګۍ لپاره سلاکار مولانا طاهر اشرفي د سېنټر اف سوشل جسټس په رپورټ او شمېرو باندى بى باوري ښاي.

وى او اى ډيوه سره خبرو کى طاهر اشرفي دعوه وکړه چې د هغه په مشرۍ کې پنجاب علما بورډ په تيرو دوو کلونو کى د مذهب په سپکاوي تورن ١٠٤ تنانو ته رعايتونه ورکړيدي او دوي ېې د کاروايو نه خوندي ساتلي.

طاهر اشرفي د توهين مذهب قانون د لارى دشعيه يا بل کوم ډله هدف کوولو تاثر هم بى اثاثه ګرځولى او دا ېې رد کړيدى.

د مذهبي ازادى لپاره د امريکا کميشن او د بشري حقونو نړيوال تنظيمونو پخلی کړی چې په کال ٢٠٢٠ کى په پاکستان کى د مذهب د سپکاوي قانون په بې ځایه توګه په استعمال کې زياتوالى شوی او په دې اړه یې د پاکستان په حکومت ټکونه کړى دي.

که څه هم پاکستان کى د مذهب سپکاوي قانون لاندى د عدالت نه د پهانسى سزا شوى يو ملزم هم له تر اوسه نه دى تيزندي شوى خو دا دى په پرتله په دغه جرم تورن ٧٨ تنان د قهر جنه مظاهرچيانو وژلى دي او وژلى شوو کى ٤٢ مسلمانان هم شامله دي.

د بشري حقونو لخوا دغه قانون ته دبيا کتنى غوښتنو ته غبرګون کى د پاکستان حکومت د مذهب د سپکاوي قانون دفاع کوي او دى کى د بدلون يا بيا کتنى امکان ردوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG