لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوشل میډیا استعمالوونکي وايي په اهمو موضوعاتوبحث زیاتره د کرکې او عدم برداشت نه ډک وی


په وروستيو کې د پاکستان په سوشل ميډيا خصوصا په ټوېټر باندې ټرېنډز يو نظر ښايي چې په مذهب ، فرقه ايز غونډو، هند او کشمير سره تړون لرونکي ټرېنډز په ټاپ باندې وو یعنې خلکو پرې د ټولو نه زيات د خپلې رايې اظهار کړی
په وروستيو کې د پاکستان په سوشل ميډيا خصوصا په ټوېټر باندې ټرېنډز يو نظر ښايي چې په مذهب ، فرقه ايز غونډو، هند او کشمير سره تړون لرونکي ټرېنډز په ټاپ باندې وو یعنې خلکو پرې د ټولو نه زيات د خپلې رايې اظهار کړی

د سماجي وېب پاڼې ټوېټر استعمال کونکو وايي که حکومت مخالف ګوندونه وي يا د بشري حقونو يا د مذهبي اقليتي ډلو سره تړلې څه خبره وي او څوک داسې خبره شريکوي نو اکثر پرې ډېر تندروه او د کرکې نه ډک سوچ او رای مخې ته راځي.

په پاکستان کې په سوشل ميډيا باندې دومره تاوتريخوالی، نفرت او منفي رويې ولې موندل کېږي؟ د سوشل ميډيا استعمالونکی مدني او سياسي فعال افراسياب خټک وايي په عادي ميډيا باندې دومره بنديزونه دي چې په ټولنه کې برداشت بلکل ختم شوی دی.

افراسیاب خټک وايي "دا کرکه او تاو تريخوالی چې زيات شوی دی د هغې وجه دا ده چې زمونږه کوم عادي ميډيا ده په هغې باندې بنديزونه دي لکه چې په دېګ باندې سر يا برغولی داسې ټينک کېږدې چې د ښکته نه اور بليږي خو د بره وتو لار ورته نه وي نو هغې کې د چاودنې امکان پېدا شي. نو زمونږ ټولنه هم داسې ده چې ډېر کلک برغولی پرې د سېنسر او پابندۍ پروت دی، بل دا ده چې انتها پسندي زياته شوې ده، تحمل او برداشت کم شوی دی."

په پېښور کې د ښځو د حقونو د پاره کار کونکې صايمه منير هم وايي د ټولنې روايات داسې دي چې څوک د مشر يا طاقتور په مخکې خبره نه شي کولی ځکه چې کله د اوږدې مودې د بنديزونو نه پس سوشل ميډيا خلکو ته د اظهار موقع ورکړه، نو صرف منفي رويې مخې ته راغلې. "تاسو که وګورئ نو سوشل ميډيا امن او مينه کمه خورئ خو نفرت، عدم برداشت، د يوبل د مذهب خلاف نفرت، د يو بل جنس پر ضد نفرت، د يو بل سياستمدار، د يو بل د ګوند، د هر چا پر ضد زيات خورئ."

په وروستيو کې د پاکستان په سوشل ميډيا خصوصا په ټوېټر باندې ټرېنډز يو نظر ښايي چې په مذهب ، فرقه ايز غونډو، هند او کشمير سره تړون لرونکي ټرېنډز په ټاپ باندې وو یعنې خلکو پرې د ټولو نه زيات د خپلې رايې اظهار کړی. خو د سوشل ميډيا استعمالونکي وايي اکثر د خلکو رای کې تحمل نه ښکاري او د هغوي د پاره د مخالف نظر ساتونکي د پاره د کافر، غدار يا د ملک دښمن اېجنټ نوم ورکول ډېر اسان شوي دي.

سياسي او مدني فعاله بشری ګوهر وايي پاکستان کې د برداشت او تحمل ماحول له وده نه ده ورکړی شوې او تعليمي نظام کې هم صرف نفرت ښودلی شوی دی. سياسي ماحول کې هم جمهوري رويې نشته او په ميډيا بنديزونه دي او دا هر څه يو ډېر زهريلا ماحول جوړوي. "سوشل ميډيا د پاره پاکستان کې دا ماحول نه دی چې په هغې ته يوه خبره وکړې او چا سره پرې يو د مطلب بحث وکړې، دلته جمهوري رويو ته وده نه ده ورکړی شوې، اوبه په کمزوري ځای ورځي، کنځل، بد رد، نفرتونو، انتهاپسندي او سپانسرډ ټرولنګ، دې هر څه سوشل ميډيا ډېره زهريلا کړه. "

په پاکستان کې د سوشل ميډيا استعمال کونکي هم دا نظر لري چې د پاکستان سوشل ميډيا باندې مکالمه ډېر ګران دي او دلته نفرت،کرکه او عدم رداشت ډېر سېوا شوی.

پاکستاني مامورین په ملک کې په مېډیا د بندیزونو او قدغنونو خبره ردوي. وزیراعظم عمران خان نه تېرکال د امریکې د دورې په مهال په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل پاکستاني مطبوعات د مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG