د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د خپل انتخابي منشور سره سم د جنوبي پنجاب صوبې جوړوولو دپاره ابتدايي کار شروع کړی دی.
د رېډیو پاکستان د رپورټ ترمخه شاه محمود قرېشي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وډیو پېغام کې وویل د جنوبي پنجاب دپاره اېډیشنل سېکریټري او د پولیس اېډیشنل انسپکټر جنرل ګمارل شوي دي چې دفترونه به په ملتان او بهاولپور کې پرانځي.
د رپورټ ترمخه شاه محمود قرېشي وویل د واک اختیار بنیادي سطحې ته د منتقل کوولو په لړ کې دا اهم ګام دی او د جنوبي پنجاب صوبې دپاره ټاکل شوې پېسې به اوس هم د دې سیمې په پرمختګ مصرف کیږي.
رېډیو پاکستان وویل خارجه وزیر د اېن ایف سي ایوارډ په ضرورت هم ټینګار وکړو چې دا ډول ضلعو ته د ضرورتونو سره سم مالي وسایل ورکړی شي.