د پاکستان پوځ ويلي، په جنوبي وزيرستان کې یې د پټو معلوماتو په اساس عمليات کړي اته ترهګر یې وژلي دي.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه پوځ د اتوار/يکشنبې په ورځ ويلي، عمليات د جنوبي وزيرستان په سرا روغه علاقه کې شوي دي.
ویل شوي، پوځ ته په علاقه کې د ترهګرو د موجودګۍ اطلاع وه خفيه عملیات یې کول ترهګرو په پوځ ډزې کړي او په نښته کې یې اته ترهګر وژل شوي دي.
خو په نښته کې پوځ د کوم تاوان اوښتو نه دي ویل شوي.
پوځ ويلي، وژل شوي ترهګر د امنیتي ځواکونو سره د عامو معصومه خلکو پرضد د ترهګرۍ په يو شمېر پېښو کې ککړ وو.
او د وژل شوو ترهګرو څخه د وسلې، ګوله بارودو او چاودېدونکو موادو ترلاسه کېدو ويل شوي او زياته کړی شوې په علاقه کې د کوم بل ترهګر د موجودګۍ دپاره د پاکۍ عمليات روان دي.
خو د وژل شوو ترهګرو پېژندګلونه ده ښکاره کړی شوې او نه په اړه نور تفصيل ورکړل شوی دی.
تحریک طالبان چې اکثره په شمالي او جنوبي وزیرستان او نورو علاقو کې په امنیتي ځواکونو د بريدونو او ورسره نښتو زمه وارۍ مني، د دغو عملياتو په حواله یې د دې خبر خپرېدو پورې څه نه دي ویلي.
پرون د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې د امنيتي ځواکونو په کاروان ځانمرګی بريد شوی، چارواکو ويلي، په بريد کې 13 دایف سي عسکراو اته عام وګړي ژوبل شوي او یو تن پکې وژل شوی وو.
په ژوبلو کې د درېو عسکرو حالت مرګونی ښودل شوی وو.
د بنو پولیس او سیمه کې امنیتي چارواکو وي او ای ډیوه ته تاييد کړې دغه پېښه پرون غرمه د بنو میرانشاه سړک د پاڅه د بنو بکاخېل تحصیل په ازاد منډۍ سیمه کې شوې وه.
د سيمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ويلي، پرون غرمه د امنیتي عسکرو قافله د بنو نه میرانشاه ته په لار وه چې ځانمرګي بارودي زرنج ګاډی د امنيتي عسکرو د ګاډي نه تمبولی وو.
د دوی وینا برید کې د ایف سي 13 عسکر او اته ملکي وګړي ژوبل شوي او یو تن پکې وژل شوی ,,، په پېښه کې ژوبل شوي تنان د بنو پوځي روغتون ته رسول شوي، د روغتون چارواکي د درېو عسکرو روغتيايي حالت مرګونی ياد کړی وو.
پوليس او د انتظامیې چارواکي وايي ټوله سیمه یې په ګیره کې اخستې او د پېښې پلټنې يې پیل کړې دي.
د بريد ذمه واري تراوسه چا نه ده منلې. نه د پاکستان پوځ په رسمي ډول د دې بريد په اړه رسنیو ته څه ویلي دي.
کراچۍ —
1
Forum